د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان د ګیزاب ولسوالۍ د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه


طالبانو له تېرو څو میاشتو پر یادې ولسوالۍ بریدنه پیل کړي.
طالبانو له تېرو څو میاشتو پر یادې ولسوالۍ بریدنه پیل کړي.

د ارزګان ولایتي مقامات وايي چې د ګیزاب ولسوالۍ د سقوط مخ نیوی يې کړی، خو وسله والو طالبانو د محبس ودانۍ سوځلې.

د ارزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل نن جمعه نومبر شپږمه( لړم۱۶) امریکا غږ ته د ګیزاب ولسوالۍ د جګړو په اړه وويل چې لاهم په سیمه کې جګړه دوام لري او افغان قواوو د ولسوالۍ د تاسیساتو ساتنه کوي.

د ارزګان د والي ویاند زیاته وي چې د ګیزاب ولسوالۍ دولتي تاسیسات د حکومتي قواوو په لاس کې دي خو دايې تائید کړه چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ بازار ته تيره شپه رسیدلي چې بریدونه يې پر شا تمبول شوي.

نوموړي وويل:"په ګیزاب ولسوالۍ کې ګډ افغان ځواکونه چې ځانګړي ځواکونه هم ور رسیدلي له دولتي تاسیساتو څخه ساتنه کوي او د سله والو ګڼ بریدونه يې پر شا تمبولي ۱۰ وسله وال برید کوونکي طالبان وژل شوي او ۴ نور يې ټپیان دي تېر ماښام یوازي د ولسوالۍ د محبس ودانۍ د وسله والو لاس ته لویدلې وه چې زندانیان پکښې نه وو او وسله والو سوځلې لاهم په سیمه کې حالات جګړیز دي او زموږ قواوو نویو پوځی عملیاتو ته چمتو والی نیسي."

ګیزاب د ولایتي مرکز ترینکوټ په شمال ختیځ کې له دایکندي ولایت سره په سرحد کې نا امنه ولسوالي ده چې له تیرو دوو میاشتو وسله والو طالبانو پرې ډله ییز بریدونه پيل کړي.

ځايي اوسیدونکي او امنیتي سرچیني وايې چې تر شدیدو جګړو ورسته تېره شپه د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ سقوط کړی چي وروسته د تازه دمه سرتیرو په رسیدو سره یاده ولسوالي بیرته د حکومتي قواوو لاس ته لوېدلې.

د ګیزاب ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې تیره شپه وسله والو طالبانو تر شدیدو جګړو وروسته د ولسوالۍ دفتر او نور دولتي تاسیسات تر خپلي ولکې لاندي را وستل او ځيني تاسیسات يې سوځلي.

سرچینې زیاته کړه چې د تازه دمه سرتیرو په ورتګ سره وسله وال بیرته د ولسوالۍ له تاسیساتو څخه پر شا تمبول شوي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG