د لاس رسي وړ اتصالات

پر ګیزاب ولسوالۍ د طالبانو برید په شا تمبول شوی ـ چارواکي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

حکومتي مقامات وايي چې د ارزګان ولایت د ګیزاب ولسوالي له سقوط څخه ژغورل شوې او سیمي ته تازه دمه سرتیري رسیدلي.

تیره شپه د نوموړي ولسوالۍ پر مرکز وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي چې د چارواکو په وینا افغان قواوو پر شا تمبولي.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن شنبه سپټمبر۱۹(وږې۲۹) امریکا غږ ته وويل چې دغه ولسوالي د وسله والو طالبانو له محاصرې څخه ژغورل شوې.

ده وويل چې افغان قواوي وضعیت په خپل واک کې لري او اضافي ځواکونه هم سیمي ته استول شوي.

نوموړي زیاته کړه: "د ګیزاب په ولسوالۍ کې وضعیت تر کنټرول لاندي دی، کومي امنيتي پوستې چې تر محاصرې لاندې وې هغوی ته کومکي سرتیري نن سهار وررسیدلي او په نږدې راتلونکې کې به ګیزاب ولسوالۍ کې نوري قواوي هم ځای پر ځای شي."

خو د ارزګان ولایت یوې امنیتي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ وویل چې لاهم د ولسوالۍ مرکز د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی.

سرچینې زیاته کړه چې د ګیزاب ولسوالۍ د امنیتي ګواښونو په اړه د ولسوالۍ مسئولینو له ولایتي ادارې څخه د مرستې غوښتنه کړې وه خو پر وخت اقدام ندی شوي.

دا په تیرو دریو ورځو کې د ګیزاب ولسوالۍ پر مرکز د وسله والو طالبانو دوهم لوی برید دی چي تر سره کیږي.

د تیري پنجشنبې په شپه هم وسله والو د نوموړي ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز بریدونه کړي وو چي د نوموړي ولسوالۍ د پاڅون والو د مشر په ګډون پنځه افغان سرتیري پکښې وژل شوي وو.

ګیزاب د ارزګان ولایت په ختیځ کې له دایکندي ولایت سره په سرحد کې پرته د ارزګان نا امنه ولسوالي ده.

خپله وسله والو طالبانو د ګیزاب ولسوالۍ د نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG