د لاس رسي وړ اتصالات

پر خاص ارزګان ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا تمبول شوی ـ چارواکي


د ارزګان امنیتي چارواکي وايې، د دغه ولایت پر خاص ارزګان ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو برید پر شاتمبولی دی.

سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه د دغه ولسوالۍ د مرکز د سقوط په موخه ډله ییزبریدونه پيل کړه چې د نن سهار تر ناوخته پوري يې دوام در لود.

د ارزګان امنیه قوماندان سمونوال محمد خطاب خنجري نن چهارشنبه د «وږې میاشتې پر۱۳مه»امریکا غږ ته وويل، چې افغان قواوو د وسله والو بریدونه پر شا تمبولي او د ولسوالۍ د سقوط مخنیوی يې کړی دی.

دغه راز په یاده جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو چارواکي يې کره شمېره نه ښيي.

د ارزګان امنیه قوماندان خنجري وويل، چې د خاص ارزګان ولسوالۍ په جګړه کې د قاطع ماموریت هوايي قواوو هم د افغان ځواکونو مرسته کړې.

نوموړي زیاته کړه:"تېره شپه په خاص ارزګان ولسوالۍ کې جګړه وه په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره به يې وروسته څرګنده شي، خو اوس په سیمه کې حالت زموږ تر کنټرول لاندي دی او زموږ قواوو په مېړانه د ولسوالۍ ساتنه کړې."

خو د ارزګان یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وويل، چې د وسله والو د تیري شپې په برید کې ۱۵ تنو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېره يې یاده نه کړه.

خاص ارزګان د ولایتي مرکز ترینکوټ په ۸۰ کیلو میترۍ کې ختیځ لورته د زابل او غزني ولایتونو سره په سرحد کې نږدې پرته ولسوالي ده چې ډيري برخې يې له تیرو ۳ کالونو راهیسې له دولتي حاکمیت څخه بهر دي.

دغه راز د خاص ارزګان – ترینکوټ لویه لار هم له تیرو ۲ کالونو راهیسې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې.

له دې سره تر څنګ په سیمه کې مخابراتي شبکې هم فعالیت نه‌لري چې له کبله يې ازادو منابعو ته لاس رسی ستوزمن شوی.

وسله والو طالبانو بیا د خاص ارزګان ولسوالۍ د جګړې په اړه رسنیو ته په یوه لیږلي پیغام کې ادعا کړې چې د ولسوالۍ پر مرکز يې موټر بم حمله او وسله وال بریدونه کړي چې حکومتي قواوو ته يې پکښې درانه تلفات اړولي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG