د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې پر MMA سیالیو بندیز د دغې لوبې افغان لوبغاړي ناهیلې کړي


د رزمي لوبو (ام ام اې) په سیالیو د طالبانو بندیز
د رزمي لوبو (ام ام اې) په سیالیو د طالبانو بندیز

طالبانو تېره میاشت ګډې رزمي لوبې (MMA) د شریعت له مخې ستونزمنې وبللې او په افغانستان کې یې د دغې لوبې پر مسلکي سیالیو باندې بندیز ولګوه.

د ګډو رزمي لوبو یو شمیر افغان لوبغاړي‌ وايي چې د طالبانو له خوا بندیز اندېښمن او ناهیلې کړي دي او له امله یې د دغې ورزشي رشتې کلپونو ته د تلونکو لوبغاړو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

محمد وسیم قیومي چې له بندیز سره سره په کابل کې د ګډو رزمي لوبو په یو کلپ کې تمرین کوي وايي پر دغې لوبې بندیز لوبغاړي ناهیلې کړي دي.

قیومي وايي: "زه خبر نه وم تمرین ته راغلم یو ملګري مې راته وویل چې ام ام اې په افغانستان کې بنده شوې ده ما باور ونکړ کله چې کلپ ته راغلم ټول ملګري خپه و چې دا لوبې بندې شوي‌ دي‌ زه هم خپه شوم. "

د رزمي لوبو (ام ام اې) په مسلکي سیالیو باندې د طالبانو د بندیز
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

د قیومي په وینا دا لوبه یې ځکه انتخاب کړې وه چې په راتلونکې کې په نړیواله کچه د افغانستا لپاره ولوبېږي او خپل هېواد ته ویاړونه راوړي.

د ګډو رزمي لوبو بل لوبغاړی خلیل الرحمن چې په کابل کې تمرین کوي له طالبانو څخه غواړي چې په دې برخه کې لوبغاړو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

هغه وايي:‌ "ډېر د مایوسۍ احساس کوم، له اسلامي امارت (طالبانو) څخه غواړو چې له موږ څخه ملاتړ وکړي ترڅو موږ ازادو مبارزو ته دوام ورکړو."

له اسلام څخه د طالبانو د تفسیر له مخې دا په افغانستان کې پر لوبو باندې د لګول شویو بندیزونو د لړۍ تازه ګام دی.

اوس په افغانستان کې د ګډو رزمي لوبو سیالۍ یوازې په دې شرط ترسره کېږي چې لوبغاړي محافظتي وسایل او لباس ولري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپیک او بدني روزنې عمومي ریاست تر اوسه په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی خو د دغه ریاست یوې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په دې برخه کې د طالبانو له خوا صادر شوی فرمان مبهم دی.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې ګډو رزمي لوبو (MMA) د پام وړ پرمختګ کړی دی او زیات شمېر افغان لوبغاړي په کې پر لوبو بوخت دي چې یو شمېر یې د دغې رشتې په نړیوالو سازمانونو کې غړیتوب ترلاسه کړی دی.

طالبانو په افغانستان کې ښځې له یوې مخه له سپورت کولو منع کړې دي او د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر په نوي قانون کې نارینه لوبغاړو ته هم امر شوی چې خپل بدن له نامه څخه تر زنګونونو پورې وپوښي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG