د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني زندان نه سلګونه ملګري بندیان وتښتیدل


په وروستیو میاشتو کې د افغان حکومت مخالفو وسله والو د غزني په ولایت کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
په وروستیو میاشتو کې د افغان حکومت مخالفو وسله والو د غزني په ولایت کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

د غزني ولایتي چارواکي وایي، تیره شپه د طالبانو په عملیاتو کې د غزني له زندان څخه د ۳۵۲ خوشې شوو بندیانو د بیرته نیولو لپاره د دغه ولایت په مربوطاتو کې عملیات پیل شوي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ ته وویل، د طالبانو له‌خوا په خوشې شوو بندیانو کې جنایي بندیان هم شامل دي.

ښاغلي احمدي وویل "۳۵۲ نبدیان له دغه زندان څخه تښتیدلي دي، طالبانو د غزني د ښار له څلورو خواو په ډله ایز ډول د غزني د ښار په امنیتي پوستو برید کړې وو".

پېښه تیره شپه ۱۲ بجې د غزني ښار په جنوبي څنډه کې د غزني په مرکزي زندان کې هغه وخت رامخې ته شوه چې کله د طالبانو یو شمیر ځانمرګو بریدکوونکو د زندان په دروازه پرله پسې بریدونه ترسره کړل.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ ته وويل، تر لسو زیاتو وسله‌والو چې په بمونو او وسلو سمبال وو پر زندان برید کړی وو.

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي د دغې نښتې پر مهال ۴ پولیس وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع امریکا غږ ته وویل، د افغان امنیتي ځواکونو او د طالبانو ترمنځ د جګړې وروسته طالبانو د غزني د زندان دروازه په توغندي وویشتله او ورسره له دغه زندان څخه بندیانو تیښته پیل کړه.

د غزني ولایتي چارواکي وایي چې تر پنځوسو زیات بندیان په دغه زندان کې پاتې شوي او تیره شپه یې تیښتې ته زړه نه دی ښه کړی.

دا چارواکي وایي چې امنیتي قواووې د غزني ښار او نږدې ولسوالیو په بیلا بیلو برخو کي د تښتیدونکو بندیانو د بیرته نیولو عملیات پیل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د دغې پیښې د پلټنې لپاره یې یو پلاوی ګمارلی دی.

ددغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د غزني په زندان کې ټول ۴۳۶ بندیان ساتل کیدل چې د دِې ډلې ۳۵۵ یې تیښته کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې له زندان څخه په تښتیدلو بندیانو کې ۱۴۸ یې د کورني امنیت په خلاف د جرمونو له امله په زندان کې ساتل کیدل او ۲۰۷ تنه نور یې جنایي بندیان وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د تښتیدلو بندیانو له ډلې تراوسه درې تنه یې پولیسو بیرته نیولي دي چې ورسره په غزني په زندان کې د موجودو بندیانو شمیر ۸۱ تنو ته رسیږي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د غزني له زندان څخه د طالب بندیانو د تیښتي په پیښه اندیښنه ښودلې ده.

ښاغلي عبدالله، چې په کابل کې د وزیرانو د شورا د غونډې وړاندې د دغې غونډې برخه والو ته خبرې کولې پرته له دې چې په دې هکله زیات معلومات ورکړي دا پیښه یې د یوې ناخوښې پیښې په توګه یاده کړه.

طالبانو په یو بیان کې ویلي چې د غزني له زندان څخه یې تیره شپه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې تر څلور سو خپل بندي ملګري خوشې کړي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیخ الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي، د عزم په نوم د طالبانو د عملیاتو په لړ کې د دوی وسله‌والو چې تر لسو ځانمرګي بریدکوونکي هم په کې شامل وو تیره شپه په ډله ایز ډول د غزني ولایت په مرکزي زندان او ورسره نيږدې نظامي کنډک بریدونه ترسره کړل چې ورسره تر ۴۰۰ پورې بندیان له دغه زندان څخه خوشې شول.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG