د لاس رسي وړ اتصالات

ګردیز کې وسله والو د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ ډله ییز برید کړی


د لومړنیو رپوټونو له مخې په دغه برید کې درې پولیس وژل شوي دي.
د لومړنیو رپوټونو له مخې په دغه برید کې درې پولیس وژل شوي دي.

د پکتيا ولایت مرکز د ګردیز په ښار کې پر امنيه قوماندانۍ موټر بم ځانمرګې حمله شوې او وروسته بيا بريدګرو له پوليسو سره نښته کړې ده.

امنيتي چارواکي وايي، چې د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ موټر بم او ډله ييزو ځانمرګو بريدونو کې لږ تر لږه پنځه پوليس وژل شوي او د پنځو ملکيانو په ګډون پنځلس کسان ټپيان شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم امريکاغږ ته وويل، چې نن سهار شپږ بجې لومړی د قوماندانۍ په دروازه کې يو بريدګر موټربم ته چاودنه ورکړه او وروسته نور بريدګر قوماندانۍ ته د ننه وتل.

ده زياته کړه، يو بل پرموټر کې سپور بریدګر چې غوښتل يې قوماندانۍ ته دننه شي، د پوليسو له لوري ويشتل شوی او چاودنه يې کړې ده.

سردارولي وويل، چې دوه بريدګر په چاودنه کې وژل شوي، يو پوليسو ويشتلی او دوه نور د قوماندانۍ په ودانۍ کې دننه له پوليسو سره مقاومت کوي او نښته لاهم روان ده.

په همدې حال کې د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولينو ځايي خبريالانو ته ويلي، چې د ګردېز ملکي روغتون د پنځو پوليسو مړي او پنځلس ټپيان وروړل شوي، چې له دې جملې لس تنه پوليس دي او پنځه ملکي وګړي دي.

طالبانو رسنیو ته په یو استولي بیان کې د دغه برید مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې د موټربم په دغه برید کې د قومندانۍ دننه ۵ بلاکونه اکثره نړيدلي او په کې ميشت ډيرپولیس وژل شوي او ټپيان شوي دي

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته په دغه استول شوي بیان کې ویل شوي چې دا برید نن سهار شاوخوا ۶ بجې او شل دقیقې په ګردیز کې د پولیسو د زون د ځانګړی قطعې په قومندانۍ لومړی د قوي موټر بم په وسیله ځانمرګی برید ترسره شو او وروسته بیا ګڼ شمیر په سپکو او درنو وسلو سمبال وسله وال دغې قوماندانۍ ته ننوتلي دي.

جګړه لا هم دوام لري

XS
SM
MD
LG