د لاس رسي وړ اتصالات

د ډالرو په وړاندې د افغانیو په بې ساري ډول راټیټېدل


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کابل د صرافانو ټولنه وايي، په کابل او نورو ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت په بې ساري ډول را ټیټ شوی دی.

د یادې ټولنې ویاند حاجي زیرک نن چهارشنبه اګست ۱۸ (زمري ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې د جګړې په زیاتېدو او د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کېدو وروسته د افغانیو ارزښت د ډالرو په وړاندې په بې ساري ډول راټیټ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په تیرو دوو لسیزو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په وړاندې په دومره کچه نه وو راټیټ شوی.

ښاغلي زیرک وویل چې اوس مهال په بازار کې یو امریکايي ډالر د افغانیو په وړاندې په څه باندې ۹۰ افغانیو باندې تبادله کیږي. په داسې حال کې چې دوې اونۍ مخکې یو امریکايي ډالر په څه کم یا زیات ۸۰ افغانیو باندې تبادله کېدی.

هغه وویل چې د تېرو څو ورځو راپدېخوا په افغانستان کې ټول بانکونه تړل شوي او ترڅنګ یې په کابل کې شهزاده سرای هم بند شوی دی.

ښاغلي زیرک د یاد وضعیت لامل امنیتي ستونزې او په افغانستان کې رامنځته شوی سیاسي وضعیت وباله، هغه ټینګار وکړ چې له طالب چارواکو سره هڅې روانې دي ترڅو په کابل او ولایتونو کې بانکونه او صرافۍ بیرته د خلکو پر مخ خلاص شي.

په دې وروستیو ورځو کې ګڼ شمېر کسانو هڅه کول چې له بانکونو څخه خپلې پیسې وباسي چې له امله یې د بانکونو په دروازو کې سخته ګڼه ګوڼه رامنځته شوې وه.

د کابل صرافانو ټولنې ویاند وویل چې طالب چارواکو د بانکونو او صرافیو د امنیت په برخه کې دوی ته ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي چې وضعیت به ډير ژر تغیر وکړي.

د خوراکي توکو د بیو لوړېدل

پر همدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي چې د افغانستان په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې هم لوړي شوي دي.

د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال د افغانستان زیات سوداګریز بندرونه د صادراتو او وارداتو پر مخ بند دي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ هیله من یو چې وضعیت ښه شي، ګراني موجوده ده، په ځينو ځایونو کې د توکو بیې ۵۰ سلنه لوړې شوي دي په ځانګړي ډول د سونګ موادو تېل چې مخکې په ۴۲ افغانۍ و اوس مهال څه باندې ۶۵ افغانیو ته لوړ شوي."

ښاغلي الکوزي په افغانستان کې وروستي جنګونه او رامنځته شوی وضعیت هغه څه وبلل چې له امله یې د توکو بیې لوړې شوي دي.

اوس مهال د کابل په بازارونو کې د یو لېټر ډېزل او پټرولو بیه څه باندې ۶۸ افغانۍ او د یو کیلو ګازو بیه ۹۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

بلخوا یو شمېر کابل ښاریان وايي چې د بازارونو د بندېدو او د هیواد د امنیتي او سیاسي وضعیت نه معلومېدو له امله د تیرو څو ورځو راپدېخوا بېکاره دي او خپلو کارونو ته نه دي وتلي.

محمد صدیق چې د کابل ښار یوې برخې کې نانوايي کوي امریکا غږ ته وویل چې تر دې مخکې د اوړو د یوې بوجۍ بیه ۱۸۲۰ افغانۍ، خو اوس مهال بیه څه باندې ۲۰۰۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

هغه وویل: "په دا ډول وضعیت کې کار نه کیږي، موږ خپلې اصلي پیسې نسو پوره کولای، مجبور یو چې خپل کار پرېږدو. وضعیت معلوم نه دی چې کم طرف ته ځي."

خو طالبانو پر کابل تر حاکمیت وروسته له دولتي کار کوونکو څخه غوښتي چې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ټولو دولتي کار کوونکو او چارواکو ته د دغه ډلې د رهبري لخوا عفوه شوې او په خبره یې اړتیا ده چې خپلو کارونو ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو څلورو ورځو راپدېخوا په کابل کې ټول بانکونه، دولتي ادارې تړلي او په ډېر کم شمېر کې دولتي کار کوونکي خپلو دندو ته حاضر شوي دي.

XS
SM
MD
LG