د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د سینګارتونونو ځینې فعالیتونه د شریعت سره په ټکر کې و


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په افغانستان کې د سینګارتونونو د بندیدو په اړه له خپلې پریکړې دفاع کړې او ویلي دي، چې د دغو سینګارتونونو ځینې کړنې د شریعت په خلاف وې.

ددغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د پنجشنبې د ورځې ناوخته جولای شپږم( چنګاښ ۱۵) رسنیو ته په یوه استولي ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د سینګارتونونو ځینې فعالیتونه د شرعي ستونزو ترڅنګ د کورنیو لپاره یې د خدمتونو مصارف هم ملاماتوونکي و.

ښاغلي عاکف ویلي:" یو دا چې د هیواد په دغه ناوړه اقتصادي حالت کې هلته ډیر اصراف و او د ځلمي په کور باندې ډیر زیات بوج و، چې پیسې ترې اخیستل کیدلې او دوییم دا و،چې هلته د شریعت له اړخه دا جایزه نه ده، چې د یو انسان لپاره د نورو ویښتان د زینت لپاره لګول کیږي هلته ښځو ته نور ویښتان لګول کیدل او درییم دا چې هلته د ښځو وریځې ایستل کیږي ، چې دا د شریعت سره څرګند مخالفت دی".

طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د سه شنبې په ورځ جولای څلورم ( چنګاښ ۱۳) د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د شفاهي امر له مخې په ټول افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو خاوندانو ته خبر ورکړ، چې د یوې میاشتې په موده کې دې خپل فعالیتونه بند کړي.

افغانستان کې د اوږدې مودې راهیسې په ښارونو کې سینګارتونونه فعالیت کوي، خو په تیرو شلو کلونو کې د ښځینه سینګارتونونه فعالیت ډیر زیات شوی او حتی د دغه هیواد لیرو پرتو سیمو ته یې هم فعالیتونه غځیدلی دی.

د طالبانو حکومت ددې پریکړې وروسته د ښځینه سینګارتونونو ځینو مالکانو امریکا غږ سره په مرکه کې د طالبانو د حکومت داپریکړه تر پوښتنې راوستې ده او ددغه حکومت څخه یې غوښتي،چې خپله پریکړه دې بیرته واخلي.

د حنا په نوم په کابل او مزارشریف ښارونو کې د ښځینه سینګارتونونو مالکې میرمن اتینا هاشمي امریکا غږ ته وویل، چې اوس مهال ورسره تر پنځوسو پورې ښځو کار کوی او که طالبان دا پریکړه وانه اخلي نو شاوخوا پنځوس کورنۍ به د عاید د ترلاسه کولو څخه محرومې شي.

میرمن هاشمي وویل: "په کابل او مزارشریف ښارونو کې د سینګارتونونو په برخه کې مې شاوخوا څلور سوو زرو امریکايي ډالرو پورې پانګونه کړې ده".

میرمن هاشمي وویل، چې دوی نه یوازې ښځو د سینګار په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي، بلکې د حفظ الصحې او روغتیا په برخه کې هم ښځو ته خدمتونه وړاندې کوي.

میرمن هاشمي وویل، چې په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د دوی سینګارتونونه د نږدې یوې میاشتې لپاره تړلي و، خو بیا وروسته د طالبانو په اجازه پرانیستل شو.

میرمن هاشمي وویل هغه مهال طالبان د حنا سینګارتون په ګډون سینګارتونونو ته ورغلي و او ورته وویلي و، چې د دوی کار د اسلام د شریعت سره په ټکر کې نه دی او خپل کار ته دې ادامه ورکړئ، خو اوس طالبانو ورته ویلي، چې خپل فعالیت دې بند کړي.

پر افغان میرمنو باندې د طالبانو د حکومت له خوا د بندیزونو په دوام د نورو بندیزونو په څیر دا بندیز هم په نړیواله کچه غندل شوی دي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" د جولاۍ څلورمه (سرطان۱۴) په یوې اعلامیې کې وویل: "موږ په واکمنو مقاماتو غږ کوو چې د سنګارتونونو د تړلو په اړه فرمان بیرته واخلي . د ښځو په حقونو باندې دا نوی بندیز په اقتصاد باندې منفي اغیز کوي او د ښځینه متشبثینو سره د اعلان شوي ملاتړ خلاف دی".

افغان میرمنو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو د دې پرېکړې په هکله ویلي، چې د طالبانو دا اقدام به افغانستان نور هم له انزوا سره مخ کړی.

میرمن امیري د خپل ټویټر په پاڼه لیکي: ''د ښځو په سينګارتونو د طالبانو بندیز، د هغو ښځو د کار لپاره یو بل مُهم ځای له منځه وړي چې د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو لپاره زیار باسي. له کوره بهر د ښځو لپاره د محدودو ځایونو په لړ کې، دغه بندیز یو بل ځای هم بندوي، او افغانستان په یوه بې رحمه او په نړۍ کې ډیر منزوي شوي ځای اړوي."

طالبانو نږدې دوه کاله کیږي، چې په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د تیر۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې وروسته په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې د زده کړو څخه محرومې کړي دي.

ددې سربیره د طالبانو حکومت د ملګروملتونو او غیر دولتي ادارو په ګډون په دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو حکومت ښځې پارکونو، حمامونواو ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم منع کړي او د کور څخه بهر د حجاب د اغوښتلو ترڅنګ یې په اوږدو سفرونو کې پر ښځو باندې د محرم شتون شرط هم لګولی دی.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو د حکومت دا اقدامات د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک جنسیتي تبعیض یاد کړی او د طالبانو څخه یې ددغو ټولو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتني کړي دي .

طالبان وايي پرېکړې یې د "شریعت او افغان فرهنګ" په اساس دي، خو یو شمېر اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترې غوښتي چې په ښځو باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

تراوسه په دقیق ډول څرګنده نه ده، چې د طالبانو د حکومت ددې اقدام څخه به څومره ښځې د اقتصادي پلوه زیان وګوري، خو د افغانستان د ښځینه سينګارتونو د ټولنې مشرې میرمن نادیه سلطاني خبریالانو ته ویلي، چې په ټول افغانستان کې تر ۱۲ زرو پورې ښځینه سينګارتونه فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG