د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی: لویدیځو هیوادونو ته 'واجب' دي افغانستان ته راشې او په بیارغونه کې پانګونه وکړي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي پر هغو هیوادونو چې په افغانستان کې یې پوځي حضور درلود ''واجب او لازم'' دي چې بیرته راشي او ددې هیواد په بیارغونې کې ونډه واخلي.

عباس ستانکزي د افغانستان د سوداګرۍ خونې او پانګونې د چارو مسولینو ته په وینا کې چې ویدیو یې په رسنیو کې خپره شوې، همداشان ویلي چې دا د دوحې تړون یوه برخه ده.

عباس ستانکزي ویلي: «هغه هیوادونه چې په افغانستان کې پوځي ځواکونه درلودل او افغانستان کې یې خپل ځواکونه استعمال کړل او په افغانستان کې یې هر ډول وسلې استعمال کړې دا پر هغوی واجب او لازم دي او د دوحې د تړون له مخې هم هغوی مکلف دي چې بیرته افغانستان ته راشي او د افغانستان په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي.»

د طالبانو د بیاواکمن کیدو څخه د دوو کلونو په تیریدو سره تراوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت ندی پیژندلی او نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، باید د ښځو، اقلیتونو او نورو بشري حقونو ته درناوی وکړي، ټولشموله حکومت جوړ کړي او پرې نږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکارول شي.

ښاغلي ستانکزي څه موده وړاندې امریکاغږ سره په ځانګړې مرکه کې له متحده ایالاتو سره د دوستۍ هیله ښودلې وه او ویلي یې و طالبان ټول عمر د امریکا سره دښمني نه کوي، بلکې غواړي چې امریکا بیرته ورشي او د افغانستان په بیا رغونه کې ونډه واخلي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کیدو د دوهمې کلیزې په مناسبت ستانکزي له امریکا غږ سره په مرکه کې دا هم ویلي وو چې د نړۍ ټول هيوادونه د افغانستان دپاره نمایندګان او سفيران لري خو ټول په دوحه کې کار کوې.

ستانکزي‌ وویل: "زموږ لخوا هېڅ مشکل نشته، شرایط ورته اماده دي. د یو ملک لپاره د نماینده ټاکل او ورسره ليدل کتل زما په فکر په رسمیت پيژندل دي. موږ دې ټولو ملکونو سره په تماس کې یو او زه اميد کوم چې دا ټول به خپل سفارتونه زر کابل ته منتقل کړي. زه په دې مطمئن یم چې کله امريکا موږ [په رسمیت] وپېژني نو نور هيوادونه به هم موږ وپیژني. "

عباس ستانکزی همداشان په مرکه کې د نجونو پر زده کړه د طالبانو بندیز ته په اشارې ویلي چې د افغاني دود او شریعت په رڼا کې د نجونو تعلیم د دوی‌ طبیعي او شرعي حق دی او طالبان مکلف دي چې د نجونو پر مخ د تعلیمي مراکزو دروازې پرانیزي.

که څه هم د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ هېوادونو د ښځو پر کار او زده کړه باندې د طالبانو پر محدودیتونو انتقاد کړی خو ستانکزي وویل چې د ښځو حقوق د افغانستان داخلي موضوع ده او په متحده ایالاتو پورې اړه نلري.

طالبان د ۲۰۲۱ کال دا ګست په ۱۵ افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او په خپلې دوه کلنې واکمنۍ کې یې د نجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره جلا جلا دلیلونه وړاندې کړي دي.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معین قاري محمد یونس راشد د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده له قوله ویلي، چې لا هم په افغانستان کې د نجونو زده کړو لپاره زمینه نه ده برابره شوې.

د طالبانو حکومت پر نجونو د زده کړو ددغه بندیز سربیره د ۲۰۲۲ کال د وروستۍ اونۍ راهیسې په پوهنتونونو کې هم د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو له حکومت څخه د نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول غوښتنو سره سره تراوسه دغې ډلې ښځو او نجونو ته د زده کړو د بیا پیلولو اجازه نه ده ورکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG