د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له بند څخه د الهې دلاورزۍ د خوشې کولو غوښتنه وکړه


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له ملګرو ملتونو،‌ په کابل کې د یوناما دفتر او د میرمنو د حقونو د ملاتړ له سازمانونو وغوښتل چې د طالبانو له بند څخه د افغانې میرمنې الهې دلاورزۍ د راخوشې کولو لپاره هڅې وکړي.

د بشري حقونو دا کمیسیون چې دا وخت د افغانستان له بهر څخه فعالیت کوي وايي،‌ شاوخوا ۸۰ ورځې وشوې چې الهه دلاورزۍ له طالبانو سره په بند کې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه اعلامیه کې ویلي: "د الهې دلاورزۍ سره غیرانساني چلند په جدي ‌توګه غندو، له قید او شرط پرته یې د خوشې کېدو غوښتنه کوو."

دې کمیسیون ویلي، د سعید خوستي په نوم د طالبانو یوه چارواکي الهه دلاورزۍ په زوره نکاح کړې ده. طالبانو په دې اړه څه نه دي‌ ویلي. خو تردې مخکې، د سعید خوستي ‌په نوم کس په یوه خصوصي ‌تلویزیون کې ویلي وو چې پرې تهمت لګول شوی دی.

بلخوا د بې پولې خبریالانو سازمان له طالبانو څخه غوښتي چې د مرتضا بهبودي په نوم افغان الاصله فرانسوی خبریال له بند څخه خوشي کړي.

د طالبانو په قید کې فرانسوي خبریال

د بې پولې خبریالانو د سازمان اعلامیه کې راغلي: "موږ د مرتضا بهبودي د نیولو په اړه چې شاوخوا ۳۰ ورځې کیږي، هغه خبریال چې د افغانستان او فرانسې دواړو تابعیت لري او اوس مهال په کابل د افغانستان په پلازمینه کې بندي دی، خاموش پاتې شوي یو. موږ نن نړۍ له دې خبروو چې هغه دې ژر تر ژره خلاص او فرانسې ته بیرته ستون شي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې اړه ویلې چې د کوم جرم پرته د خبریال نیول د قانون خلاف کار دی. ددغه مرکز ویاندې سمیه ولي زاده وویل: "د افغانستان د خبریالانو د مرکز له طالبانو غواړي چې دا خبریال له هر ډول قید او شرط پرته آزاد کړي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د تېر یو کال په اوږدو کې لږترلږه ۲۵۰ تنه خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

ولي زاده وویل: "دا خبریالان په مختلفو بهانو نیول شوي. همدا اوس درې خبریالان ددغې ډلې [طالبانو] په قید کې دي."

د طالبانو حکومت تر دې مهاله په کابل کې د یاد فرانسوي خبریال د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

همدا شان څو ورځې مخکې د پوهنتون استاد، اسماعیل مشعل چې په کابل کې د نجونو او مېرمنو د زده کړو او تعلیم د بندیدو په غبرګون کې اعتراض کړی وو او یوې کراچۍ کې یې خلکو ته وړیا کتابونه ویشل چې د طالبانو لخوا ونیول شو.

د طالبانو د خپرونو رئیس عبدالحق حماد پر خپله ټویټر پاڼه کې تور لګولی چې مشعل، "د څه وخت راپدېخوا، له بېلابېلو لارو، د طالبانو د حکومت د تخریب په هڅه کې وو."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسیدو څخه وروسته، د افغانستان ټول زندانونه مات شول،‌ د طالبانو د بندیانو په شمول ټول بندیان خوشې شول، خو په تېرو شاوخوا ۱۸ میاشتو کې طالبان مني چې ۲۹ زره تنه یې زنداني کړي دي.

د طالبانو د زندانونو مشر، محمد یوسف مستري وايي، له دې جملې څخه ۱۵ زره بېرته خوشې شوي دي. هغه وویل: "په محابسو کې اوس مهال تقریباً ‌۱۴ زره بندیان موجود دي ‌چې په دې کې له زر څخه تر ۱۱ سوه پورې زنانه بندیانې دي، او دا نور یې نارینه دي. په بندیانو کې اکثره یا حقوقي دي یا جنايي."

طالبان ټینګار کوي ‌چې دوی په زندانونو کې سیاسي بنديان نه لري،‌ هغه ادعا چې تراوسه د خپلواکو سازمانونو لخوا نده تایید شوې.

XS
SM
MD
LG