د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د طالبانو سفارت د سوداګرۍ پرمخ د تورخم - پېښور لارې خلاصولو غوښتنه کړې


اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سفارت ویلي چې دا مهال څه کم ۲۰۰۰ لارۍ له تورخم څخه پېښور ته په لاره کې د یو شمیر معترضو کسانو له خوا درول شوي چې په میلیونونو ډالر زیان یې افغان سوداګرو ته رسېږي.
اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سفارت ویلي چې دا مهال څه کم ۲۰۰۰ لارۍ له تورخم څخه پېښور ته په لاره کې د یو شمیر معترضو کسانو له خوا درول شوي چې په میلیونونو ډالر زیان یې افغان سوداګرو ته رسېږي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره دې د تورخم او پېښور تر منځ غځېدلې لاره پرانیزي.

دغه سفارت د اګست په ۲۸( وږي اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه په یو خپور شوي بیان کې ویلي دي چې د تورخم دروازه څو ځلې د تازه میوو او سبزیو په موسم کې د افغان سوداګرو پرمخ بنده او خلاصه شوي ده: " اوس تازه یو ځل بیا پیښور - تورخم لار له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د خیبر درې جمرود د سړک په بګیاري سیمه کې د یو شمیر محدودو خلکو له خوا بنده شوې ده".

خبرپاڼه زياتوي، دا مهال څه کم ۲۰۰۰ لارۍ له تورخم څخه پېښور ته په لاره کې یادو خلکو درولې دي، چې په میلیونونو ډالر زیان یې افغان سوداګرو ته رسېږي.

په ۲۰۱۳م کال کې د خيبر د تيرا په راجګل سيمه کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله څه باندې ۲۰ زره کورنۍ بې کوره شوې وې او په جمرود کې دېره شوې وې. د دې کډوالو مشران وايي چې حکومت په ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کلونو کې تر احتجاجونو وروسته څه باندې ۶۰ سلنه کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکړه خو سلګونه کورنۍ لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

دغه بې کوره کړل شويو کډوالو له څه باندې درو اونيو راهيسې د خيبر درې په جمرود کې پر لوی سړک پرلت وهلی او غوښتنه کوي چې خپلو سيمو ته دې ستانه کړل شي.

سوداګر، موټرچلوونکي او په تورخم کې د ګمرکي چارو شخصي ټولنې هم په وار وار ويلي چې د احتجاجي پرلت له امله بار وړونکي موټر ايسار شوي او دوه اړخيزه تجارت اغېزمن شوی دی.

د طالبانو سفارت په خبرپاڼه کې ويلي چې د لارې بندېدو موضوع يې له پاکستاني چارواکو او اداراتو سره "مکرراً شریکه کړې" او هغوی یې د ژرترژره حل ژمنه کړې، خو په وينا يې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

خبرپاڼه زياتوي: "موږ یوځل بیا له پاکستاني چارواکو څخه هیله کوو چې په دې اړه جدي توجه وکړي، ترڅو د دواړو هېوادونو سوداګر او عام ولس له زیان څخه وژغورل شي."

د پاکستان حکومت لا تر اوسه د طالبانو د سفارت د خبرپاڼې په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې په خیبر کې مېشت امنیتي ځواکونو ويلي چې په راجګل کې اوس هم داسې ځایونه شته چې هلته وسله وال موجود دي او چې کله دغه ځايونه له وسله والو پاک کړي نو بيا به پاتې کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکوي.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي موټر تېرېږي.

دا لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

په دې وروستيو کې دا لاره د اګست پر ۱۲مه (زمری ۲۲) د تورخم په غوړکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمنځ د ډزو له امله تړل شوې وه. وروسته د اګست پر ۱۵مه (زمری ۲۵) نېټه د خلکو او مال لېږدوونکو موټرانو د تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG