د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو دیني عالمان د اختلافي موضوعاتو په سر د بحث کولو څخه منع کړل


د طالبانو د حکومت ویلي چې دیني عالمان دې په جوماتونو، رسنیو اوعامو ځایونو کې د هغو مسایلو پر سر بحثونه نه کوي چې اختلافي بحثونو او مناظرو ته لاره هواروي، د عام ولس د تشویش او رواني نا ارامۍ سبب ګرځي.
د طالبانو د حکومت ویلي چې دیني عالمان دې په جوماتونو، رسنیو اوعامو ځایونو کې د هغو مسایلو پر سر بحثونه نه کوي چې اختلافي بحثونو او مناظرو ته لاره هواروي، د عام ولس د تشویش او رواني نا ارامۍ سبب ګرځي.

د طالبانو حکومت په یو تازه اقدام کې له دیني عالمانو څخه غوښتي چې پر اختلافي موضوعاتو او هغو مسایلو په اړه چې د دغې ډلې د وینا پراساس د خلکو ترمنځ د اختلاف سبب ګرځي په عامو ځایونو کې له بحث کولوڅخه ډډه وکړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا دفتر د جمعې په ورځ سپتمبر۲۰( وږي ۳۰) د اتو مادو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دیني عالمان باید د منبر او رسنیو له لارې د شتو اختلافاتو په هوارولو بحثونه وکړي او د هغو مسایلو څخه کوم چې د بعضو خلکو لپاره د فتنې سبب ګرځي او عامه ذهنیت یې له درک څخه عاجز وي اود خلکو ترمنځ د " اختلاف او فتنې" رامنځ ته کولو سبب ګرځي ډډه وکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې هغه دیني عالمان چې د بحثونو او خبرو پواسطه اختلافي بحثونو او مناظرو ته لاره هواروي، د عام ولس د تشویش او رواني نا ارامۍ سبب ګرځي او په نتیجه کې یې د علماوو وقاراو حیثیت ته زیان پیښیږي ډډه وکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " علماء کرام دې د هغه نادرو موضوعاتو، قضایاوو او د علماوو د تفرداتو بیانولو څخه ډده وکړي کوم چې د بعضو خلکو لپاره د فتنې سبب ګرځي او عامه ذهنیت یې له درک څخه عاجز وي".

د طالبانو د ریاست الوزرا د اعلامیې له مخې دیني عالمان دې یوازې هغه مسایل د جوماتونو او رسنیو له لارې خلکو ته بیان کړي چې د خلکو په ګټه وي او د هغوی ترمنځ اتفاق او یوالی لا پیاوړی کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " ځینې عجیب او غریب مسائل چې فقهې کتابونو یا فني کتابونو راوړي، یا مجتهدینو د فقه الافتراضي له مخې استخراج کړي او وقوع یې عامه نه وي، د دین له ضروریاتو هم نه وي، په عامه منابرو او مجالسو کې دې نه بیانیږي. ځکه له داسې مسائلو څخه د دین دښمنان تمسخر جوړوي، د دین او علم اهانت ورسره کیږي".

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دیني عالمان دې ددغو موضوعاتو پر ځای دیني عقائد، دیني احکام، اسلامي اخلاق، د ورځنیو جاري معاملاتو په اړه دیني مسائل خلکو ته بیان کړي چې هغوی ورته اړتیا لري.

د طالبانو حکومت د مدرسو د مسوولینو، رسنیواو له خلکو هم غوښتي چې داسې دیني عالمان چې ددغې اعلامیې له مخې " اختلافاتو ته لمن وهي خرافاتو ته وده ورکوي پر عامه رسنیو بحثونو، مناظرو او نامناسبو الفاظو کارولو ته دوام ورکوي، خلک په شک او فتنو کي اچوي او له همدې لارې د خپل شهرت هڅه کوي او یا خپله عقده پالي" په خپلو دستاربندیو، مناسبتونو، او غونډو کې د ګډون او تقریر دعوت نه ورکوي او نه دې هم د نور فعالیت زمینه ورته برابروي او نه دې د دوی په غونډو کي شرکت کوي.

د طالبانو د حکومت په دغه اعلامیه کې په ځانګړي ډول کوم دیني عالم ته اشاره نه ده شوې، خو په ټولنیزو رسنیو کې د اوږدې مودې راهیسې د طالبانو د پلوي یو شمیر دیني عالمانو ترمنځ په یو لړ مسلو چې په ټولنه کې پرې د نظر اختلاف وجود لري بحثونه کوي چې د هغوی دغسې څرګندونې د پراخه غبرګونونو سره مخ کیږي او حتی ځینې دیني عالمان ددغسې بحثونو په اړه وینا کوونکي دیني عالمان د اسلام د دین څخه په بې خبرۍ تورنوي.

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مسله یوه هم د هغو مسلو څخه ده چې ځینې دیني عالمان پرې جلا جلا نظرونه لري او شمیر یې د نجونو د زده کړو په ملاتړ او ځینې نور یې پر مخالفت بیانونه ورکوي.

په ټولنیزو رسنیو کې ددغو پرله پسې اختلافي مسایلو پر سر د بحثونو وروسته د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړې چارواکي دیني عالمانو ته خبرداری ورکړی وو، چې جنجالي موضوعاتو په مطرح کولو سره دې د ددغه حکومت پر وړاندې بغاوت څخه ډډه وکړي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د روان کال په لومړیو کې یوې غونډې ته وویل چې په کار نه دي چې دیني عالمان د حکومت د پالیسو په مخالفت کې خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG