د لاس رسي وړ اتصالات

هبت الله اخوندزاده د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو یادونه او د حل غوښتنه وکړه


طالبانو خپل مشر هبت الله اخوندزاده ته منسوبه اختریزه وینا خپره کړې ده
طالبانو خپل مشر هبت الله اخوندزاده ته منسوبه اختریزه وینا خپره کړې ده

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته په منسوبې اختریزې وینا کې د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو یادونه شوې او د هغوی په حل ټېنګار شوی شوی.

د طالبانو حکومت د ملي راډیو تلویزون مرستیال هدایت الله هدایت د اخوندزاده دا وینا په خپل ایکس حساب کې خپره کړې ده. طالبان وايي مشر یې په کندهار کې په عیدګاه کې دا خبرې کړې، خو د هغه کوم تصویر او ویدیو له رسنیو سره شریکه شوې نه ده.

د طالبانو مشر په خپلې دغې ۲۳ دقیقه يي اختریزې وینا کې شاوخوا ۱۷ دقېقې د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو په موجودیت او د هغوی په حل غږېږي.

هغه په خپلو خبرو کې په وار وار ټېنګار کوي چې «اختلاف ورک کړئ. داخلي‌ او خارجي اختلافات ختم کړئ... روغه او جوړه وکړه... دوښمنۍ په دوستۍ بدلې» کړئ.

هغه په ښکاره د کوم طالب مقام او مسئول نوم نه اخلي، خو «خپلو مسئولینو» ته په خطاب کې وايي چې په خپل نظام کې دننه او د باندې «اتحاد» غواړي او په اتفاق باندې دومره ټېنګار کوي چې «په یو ورځ دې ماته متفق شي، ما دې معزوله کړي، خو زه بې اتفاقي نه» غواړم.

دی په خپلو خبرو کې خپلو «مسئولینو» ته وايي: «د طاعون په مرض خوښ شئ، خو اختلاف مه خوښوئ.» اخوندزاده نه دي‌ ویلي چې د ده په ډلې کې کوم ډول اختلافات موجود دي او څوک د ده په خبره بې اتفاقي کوي. د ځینو په باور، د ده له خبرو داسې انګېرل کېدای شي چې په طالبانو کې ستونزې او اختلافات شته.

تر دې مخکې د طالبانو د خپل منځیو اختلافاتو راپورونه هم ورکړل شوي وو. ملا هبت الله اخوندزاده څو میاشتې مخکې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په ګډون د ځینو مقاماتو دفترونه له کابل څخه کندهار ته انتقال کړي وو او هغه وخت د چارو ځینو شنونکو ویلي وو چې دا د طالبانو د خپل منځیو اختلافاتو نتیجه ده.

د سیاسي چارو یو کارپوه عزت الله پېژاند په دې اړه امریکا غږ ته ویلي وو: «زه فکر کوم دا د طالبانو په رهبرۍ کې د ژورو اختلافاتو د شتوالي څرګندونه کوي. دلته د واک انحصار فعلاً د دوو ډلو ترمنځ د کشمکش په حال کې دی، چې یوه د هبت الله ډله ده چې په کندهار کې مېشته ده او بله هغه يې د حقاني‌ډله ده چې په سویل ختیځو ولایتونو کې مېشته ده او زیاتره واک هلته لري.»

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د تحلیل او څار کمېټې هم څو میاشتې مخکې په یو راپور کې ویلي وو چې د طالبانو په منځ کې سیاسي اختلافات شته، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هغه وخت دا راپور بې اساس اود خپلو مشرانو ترمنځ‌ د اختلاف خبره تبلیغات بللې وو او رد کړې وه.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول او خپل «حکومت» یې جوړ کړ، چې نړیواله ټولنه یې همه شمول او مشروع نه ګڼي.

د طالبانو حکومت په عمومي ډول د ښځو په کار، تعلیم، سیاسي مشارکت او نور ازاد تګ راتګ کلک بندیزونه لګولي دي. نړیوالې ټولنې د طالبانو دا کار غندلی او د بندیزونو لېرې کېدل غواړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو مرستیال عباس عباس ستانکزي د ښځو په تعلیم باندې د بندیز په مخالفت خبرې کړې وې او د دغه بندیز لېرې کېدل یې غوښتي وو. ځینو سیاسي کارپوهانو دا هم د طالبانو ترمنځ د خپل منځي اختلافاتو بېلګه بللې.

هبت الله اخندازه په خپلې اختریزې وینا کې د ښځو د تعلیم، کار او مشارکت په اړه کومه مشخصه خبره ونه کړه، خو عمومي خبره یې دا وه چې «ښځو ته د هغوی د میراث او مهر حقوق» ورکړئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG