د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي چارواکي: طالبانو د کابل ځانمرګی له زندان خوشې کړی و؛ طالبان: نه مو دی کړی 


د کابل په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایي عسکر او لسګونه نور افغانان ووژل شول
د کابل په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایي عسکر او لسګونه نور افغانان ووژل شول

د امریکا استخباراتي چارواکو د کابل د هوايي ډګر مخې ته د شوي ځانمرګي بریدګر په اړه تازه معلومات خپاره کړي‌ دي.

دا برید د تېرکال د اګست په ۲۶مه نېټه د کابل د هوايي ډګر مخې ته شوی و چې ۱۳ امریکايي عسکر او څه باندې ۱۸۰ افغانان یې ووژل. د داعش ډلې ادعا کړې وه چې دا برید یې کړی دی.

امریکايي چارواکي‌ وايي بریدګر عبدالرحمن لوګری نومېده او په هند کې د انجینرۍ په پوهنځي کې محصل هم پاتې شوی و.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د نظامي او استخباراتي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې طالبانو د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته له ننوتلو وروسته عبدالرحمن له زرګونو نورو کسانو سره یو ځای له زندان څخه خوشې کړل.

دغو امریکایي چارواکو ویلي دي‌ چې امریکايي‌ عسکرو د ۲۰۲۱ جولاۍ په لومړۍ نېټه د بګرام له هوايي ډګر څخه ووتل او شپږ اونۍ وروسته طالب جنګیالي ورننوتل او د زندان دروازې یې پرانیستلې.

خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې دي.‌ د طالبانو یو ویاند بلال کریمي په خپل ټويټر کې لیکلي دي چې دا خبره رد کړې ده چې ګنې طالبانو دې دا بریدګر له زندان څخه خوشې کړی وي.

هغه لیکلي دي: «د بګرام د زندان د پاشل کېدو او د کابل د ځانمرګي برید ترمنځ فاصله دومره لنډه وه چې یو کس نشي کولای په دومره لنډ وخت کې دې داسې برید وکړي.»

نیویارک ټایمز وايي چې طالبانو د داعش او القاعده ډلې یو مشر عمر خالد خراسانی وژلی او ۱۲۰۰۰ نور زندانیان یې خوشې کړي دي چې ۶۰۰۰ طالبان، ۱۸۰۰ د داعش او لسګونه د القاعده غړي په کې شامل وو. وايي په دغې ډلې کې یو هم عبدالرحمن لوګری و.

خو د طالبانو ویاند بلال کریمي وویل چې زندان ته د طالبانو تر رسېدو مخکې د زندان دروازې پرانیستل شوې وې او زندانیان ازاد شوي وو.

امریکايي چارواکي وايي چې سي آی اي په ۲۰۱۷ کې د هند استخباراتو ته خبر ورکړی و چې لوګری په ډیلي کې د یو برید تابیا نیسي. وايي‌ هند دا پلان خنثی کړی، عبدالرحمن لوګری نیولی او هغه یې امریکایي چارواکو ته سپارلی و. امریکايي چارواکو بیا هغه د بګرام په زندان کې بندي کړ او د طالبانو تر راتګ پورې هلته و.

امریکايي چارواکي وايي چې عبدالرحمن لوګری د څرخي پله په زندان کې هم څه موده تېره کړې خو نپوهېږي چې هغه څنګه د داعش له ډلې سره اړیکه نیولې او دا برید یې کړی دی. وايي دوی به د دغو اطلاعاتو په اساس د داعش غړو په پېژندلو او په هغوی باندې تمرکز کولو کې استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG