د لاس رسي وړ اتصالات

خیرخواه: په افغانستان کې مېشت 'کډوال زموږ میلمانه' دي او ترې ملاتړ کوو


د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په بمبارۍ کې ویجاړ شوي کورونه
د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په بمبارۍ کې ویجاړ شوي کورونه

په افغانستان کې د طالبانو یو لوړپوړي چارواکي په دې هېواد کې مېشت کډوال، چې پاکستان یې خپل وسله‌وال مخالفین ګڼي، د افغانانو د دود له مخې "میلمانه" بللي او له هغوی څخه یې د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه دا نادرې څرګندونې په پکتیکا کې د پاکستان د پوځ له هوايی بریدونو وروسته د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۶) کړې دي.

ملا خیرخواه پرته له دې چې په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله‌والو یادونه وکړي وویل: "دا موضوع به نن واضح کړم دا بله ورځ چې په پکتیکا کې بمبار شوی دی همدا یادوم چې موږ د ملت د ارادې په خلاف نشو تللای او زموږ د ملت اراده دا ده که مې میلمه دی که مې کوربه دی دوی مصونیت غواړي،‌ دوی حفاظت غواړي او که بیا څوک تجاوز کوي نو هغوی دې بیا لږ فکر وکړي چې دا درېیو امپراطوریو دلته ماتې خوړلې په کومو توغندیو یې خوړلې."

د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايی برید تیری یاد کړ او زیاته یې کړه چې د افغانانو د زغم څخه باید ناسم تعبیر ونشي "که یې شروع دروکړه نو بیا به خپله تا ته اندازه ولګېږي."

طالبانو ادعا کړې چې د سه شنبې په ورځ پر پکتیکا باندې د پاکستان په هوایي بریدونو کې کابو ۵۰ تنه غیرنظاميان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې برید کې د غیرنظامیانو د وژل کېدو په تړاو یې معتبر اسناد ترلاسه کړي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس د پاکستان د هوايي برید په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه غیرنظامیان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (مرغومي ۶) اعلان وکړ چې په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني پوځیانو په هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو ملکي وګړو د وژنې په هکله یې "باوري راپورونه" ترلاسه کړي دي.

یوناما د ایکس شبکې په یو پیغام کې لیکلي: "نړیوال قوانین د پاکستان پوځ مکلفوي چې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته د زیان د مخنیوي لپاره اړین اقدامات وکړي."

یوناما ټینګار کړی چې د حساب ورکونې د یقیني کولو، په راتلونکي کې د داسې پېښو د تکرار د مخنیوي او د قربانیانو د حقونو د خوندیتوب لپاره څېړنو ته اړتیا ده.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) هم ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.

د پاکستان امنیتي‌ چارواکو منلې چې په افغانستان کې یې د پاکستاني طالبانو (TTP) پټن‌ځایونه په نښه کړي‌ او د دې ډلې څو عمده قوماندانان یې وژلي دي.

اسلام‌اباد وايي‌ چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا راتګ سره د پاکستاني طالبانو غورځنګ په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي‌ دي. د پاکستان ملکي او نظامي چارواکو تل ادعا کړې چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي پټن‌ځایونه لري‌ او له هغه ځای څخه پر پاکستان باندې بریدونه تنظیموي. د افغانستان طالبانو تل دا ادعاوې رد کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG