د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو یو ځل بیا بهر ته د امریکايي ډالرو په انتقال باندې محدودیت اعلان کړی


کابل کې صرافان وايي له کله څخه چې جمهو ر رئیس ټرمپ پرخپلو بهرنیو مرستو باندې د دریو میاشتو لپاره بندیز لګولی ورسره په افغانستان کې هم د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه هم پورته شوې ده.
کابل کې صرافان وايي له کله څخه چې جمهو ر رئیس ټرمپ پرخپلو بهرنیو مرستو باندې د دریو میاشتو لپاره بندیز لګولی ورسره په افغانستان کې هم د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه هم پورته شوې ده.

په افغانستان کې د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو پر وړاندې په چټک ډول د افغانۍ د ارزښت د کمیدو وروسته د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا دفتر یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې ددغه حکومت له خوا بهر ته د تګ راتګ پر مهال د ټاکل شوې اندازې پیسو څخه زیاتې پیسې انتقال نکړي.

د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا اړوند د چارو عمومي ریاست د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۹ (سلواغې لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي حکم کې له سوداګرو، صرافانو او د قیمتي ډبرو له کاروباریانو او عامو خلکو غوښتي چې له افغانستان څخه بهر ته د هوا له لارې د سفر پر مهال باید چې د ۵۰۰۰ امریکايي ډالرو او د ځمکنیو سرحدي لارو د ۵۰۰ امریکايي ډالرو څخه زیاتې پیسې له ځان سره انتقال نکړي او د ټاکل شوې اندازې څخه د زیاتو پیسو د لیږد په صورت کې به سرغړونکي د بند له سزا سره مخ شي.

په دې حکم کې ویل شوي: "که څوک له پورته اندازې څخه ډېر ډالر ولیږدوي، سرغړونکو ته به يې د هر یو میلیون ډالرو د لیږد په مقابل کې یو کال، تر یو میلیون کم د هر سل زرو په مقابل کې یوه میاشت، او په دويم بند کې له ذکر شوې اندازې څخه پورته تر سل زرو ډالرو پورې لېږدونکی شخص به تر لسو ورځو پورې زنداني کيږي".

همداشان په دې حکم کې ویل شوي چې هغه اسعار او سره زر چې د سرغړونکو څخه نیول کیږي، هغه به د ریاست الوزرا د ددفتر تر لزوم دید پورې د افغانستان بانک کې ساتل کیږي.
په دې حکم کې ویل شوي چې افغانستان ته د سیمې د هیوادونو پورې اړوند اسعار راوړل هم منع دي

په دې حکم کې له خلکو غوښتل شوي چې په ورځنیو چارو کې دې د بهرنیو اسعارو پرځای افغانۍ وکاروي.

همداشان په دې حکم کې ویل شوي چې له هېواد څخه بهر د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی د طالبانو حکومت د استخباراتو د ریاست، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مسؤولیت دی.

د طالبانو د حکومت له افغانستان څخه بهر ته د ډالرو د انتقال په اړه ورته کړنلاره نږدې دوه کاله دمخه هم اعلان کړې وه، خو ددې کړنلارې دا اعلان په افغانستان کې په چټک ډول د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د پریوتو وروسته کړی دی.

د کابل د سرای شهزاده د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې په بازار کې صرافان وايي په افغانستان کې د تیرې شاوخوا دوو اونیو راهیسې یو ځل بیا د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو په ارزښت کې په چټک ډول زیاتوالی راغلی دی.

د کابل د سرای شهزاده د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې په بازار کې صرافان وايي چې د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۲۹ (سلواغې لسم) د غرمې ترمهاله یو امریکايي ډالر د ۷۸:۵۰ افغانیو سره تبادله کیده. دوه ورځې دمخه په همدې بازار کې یو امریکايي ډالر له ۸۰ افغانیو څخه پورته تبادله کیده. نږدې دوه اونۍ دمخه په افغانستان کې یو امریکايي ډالر د ۷۲ او ۷۳:۳۰ افغانیو ترمنځ تبادله کیده. .

په سرای شهزاده کې صرافانو امریکا غږ ته وویل چې له کله څخه چې د امریکا نوي جمهو ر رئیس ډونالډ ټرمپ پر خپلو بهرنیو مرستو باندې د دریو میاشتو لپاره د بندیز اعلان کړی ورسره په افغانستان کې د افغانۍ پر وړاندې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالر بیه هم پورته شوې ده.

د افغانۍ پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د بیو د کنټرولو لپاره د طالبانو د حکومت ترکنټرول لاندې د افغانستان بانک په تیرو دوو اونیو کې څو ځلې په میلیونونو ډالر بازار کې پلورلي دي.

دغه بانک د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۵ (سلواغې سپږم) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په پولي بازارونو کې نوسان د نورو هېوادونو په څېر طبیعي او معمولي اقتصادي حالت دی، نو اړتیا نشته چې له دې پلوه خلک اندیښنه وکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغاسنتان بانک کافي سرچینې په واک کې لري او د بیو د ثبات، نغدینګۍ او د پولې بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتیاو د پوره کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کوي . همدارنګه د افغانستان بانک د هیواد پولي او مالي بازارونه په دقیقه توګه څاري او له هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې موارد ولیدل شي په دې اړه به د اړوندو ادارو سره په همغږۍ لازم اقدامات ترسره کړو".

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې افغانۍ په بې ساري ډول خپل ارزښت له لاسه ورکړی وو، خو په تیرو نږدې دریو کلنو کې د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول امریکايي ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت تر ډیره حده ساتلی وو.

د اقتصادي چارو کارپوهان د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات یو علت افغانستان ته هره اونۍ په منظم ډول د ملګرو ملتونو له خوا د نغدو میلیونونو ډالرو انتقال او د طالبانو د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د بهرنیو اسعارو د وتلو د مخنیوي په برخه کې کلک کنټرول او څارنه ښيي

د اقتصادي چارو کارپوه طارق فرهادي چې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته د افغانیو د ثبات په برخه کې سلاکار و، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې وېره دا ده چې "دا ډالر نور نه راځي. نو افغانۍ اخیستونکي نه لري."

نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې په یو راپور کې وویل چې د افغانیو ثبات "په لویه کچه د افغانستان په وړتیا پورې اړه لري چې هېواد ته د بهرنیو اسعارو دوامدار جریان خوندي کړي د تادیانو له لارې او یا هم د خپلو صادراتو د پراخولو له لارې."

په راپور کې ټینګار شوی چې د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې دومره ندي چې دغه هېواد له بهرنیو اقتصادي اغیزو څخه وژغوري.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک نږدې لس ملیارده ډالرو شتمني کنګل کړه چې له امله یې ددغه هیواد بانکي سیستم د محدودیتونو سره دمخ شو چې لا هم دا محدودیتونه دوام لري.

د افغانستان پر بانکي سیستم د لګیدلو محدودیتونو له امله ددغه هیواد څخه بهر او له بهر څخه دغه هیواد د بانکونو له لارې د پیسو لیږد هم د ستونزو سره مخ شوی دی. په افغانستان کې بانکونه دې ته اړ شوي چې مشتریان یې امانتي پیسې په محدود ډول له خپلو بانکي حسابونو څخه وباسي.

که څه هم په تیرو څه باندې دوو کلنونو کې له بانکونو څخه د بانکونو د مشتریانو له خوا د پیسو د ایستلو اونیزه او میاشتنۍ کچه زیاته شوې، خو لاهم د بانکونو مشتریان د ټاکلې اندازې څخه زیاتې پیسې له خپلو حسابونو څخه نشي ایستلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG