د کابل د سرای شهزاده د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې په بازار کې صرافان وايي په افغانستان کې د تیرې شاوخوا یوې اونۍ راهیسې یو ځل بیا د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو په ارزښت کې په چټک ډول زیاتوالی راغلی او اوس مهال یو امريکايي ډالر د شاوخوا ۸۰ افغانیو سره تبادله کیږي.
د کابل د سرای شهزاده د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې په بازار کې صرافان وايي چې د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۶ (سلواغې اووم) د غرمه ترمهال یو امریکايي ډالر۷۹:۳۰ او ۸۰ افغانیو ترمنځ تبادله کیده.
خو د افغانستان بانک له خوا رسنیو ته د یکشنبې د ورځې د اسعارو د تبادلې په رسمي بیه کې یو امریکايي ډالر ۷۷:۲۵ افغانۍ ښودل شوې دی.
په دغه سرای کې صرافانو امریکا غږ ته وویل چې له کله څخه چې د امریکا نوي جمهو ر رئیس ډونالډ ټرمپ پر خپلو بهرنیو مرستو باندې د دریو میاشتو لپاره د بندیز اعلان کړی ورسره په افغانستان کې د ډالرو پر وړاندې افغانیو په بیه یې هم اغیزه کړې ده.
دغو صرافو وویل چې د امریکا د نوي جمهور رئیس ددغه اعلان دمخه په کابل کې یو امریکايي ډالر د ۷۲ څخه تر ۷۳ افغانیو پورې تبادله کیده. خو ددغه اعلان وروسته د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه نوره هم پورته تللي ده.
د ډالرو د بیې د لوړیدو وروسته د افغانستان بانک په یوه اعلامیه وویل چې دغه بانک د بهرنیو اسعارو کافي زیرمنې لري، چې د افغانیو د بیې د ثبات لپاره به ورڅخه کار واخلي.
دغه بانک د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۵ (سلواغې سپږم) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په پولي بازارونو کې نوسان د نورو هېوادونو په څېر طبیعي او معمولي اقتصادي حالت دی، نو اړتیا نشته چې له دې پلوه خلک اندیښنه وکړي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغاسنتان بانک کافي سرچینې په واک کې لري او د بیو د ثبات، نغدینګۍ او د پولې بازارونو او مالي بنسټونو د اسعاري اړتیاو د پوره کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کوي . همدارنګه د افغانستان بانک د هیواد پولي او مالي بازارونه په دقیقه توګه څاري او له هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې موارد ولیدل شي په دې اړه به د اړوندو ادارو سره په همغږۍ لازم اقدامات ترسره کړو".
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې افغانۍ په بې ساري ډول خپل ارزښت له لاسه ورکړی وو، خو په تیرو نږدې دریو کلنو کې د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول امریکايي ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت تر ډیره حده ساتلی وو.
د اقتصادي چارو کارپوهان د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات یو علت افغانستان ته هره اونۍ په منظم ډول د ملګرو ملتونو له خوا د نغدو میلیونونو ډالرو انتقال او د طالبانو د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د بهرنیو اسشعارو د وتلو د مخنیوي په برخه کې کلک کنټرول او څارنه ښيي.
په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک نږدې لس ملیارده ډالرو شتمني کنګل کړه چې له امله یې ددغه هیواد بانکي سیستم د محدودیتونو سره دمخ شو چې لا هم دا محدودیتونه دوام لري.
د افغانستان پر بانکي سیستم د لګیدلو محدودیتونو له امله ددغه هیواد څخه بهر او له بهر څخه دغه هیواد د بانکونو له لارې د پیسو لیږد هم د ستونزو سره مخ شوی دی. په افغانستان کې بانکونه دې ته اړ شوي چې مشتریان یې امانتي پیسې په محدود ډول له خپلو بانکي حسابونو څخه وباسي.
که څه هم په تیرو څه باندې دوو کلنونو کې له بانکونو څخه د بانکونو د مشتریانو له خوا د پیسو د ایستلو اونیزه او میاشتنۍ کچه زیاته شوې، خو لاهم د بانکونو مشتریان د ټاکلې اندازې څخه زیاتې پیسې له خپلو حسابونو څخه نشي ایستلی.
فورم \ دبحث خونه