د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي تښتول شوی امریکايي پروفیسور سخت ناروغ دی


طالبانو تیرکال اګست کې د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه استادان کیون کینګ او ټیموتي جان ویکس په کابل کې تښتولي وو.
طالبانو تیرکال اګست کې د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه استادان کیون کینګ او ټیموتي جان ویکس په کابل کې تښتولي وو.

طالبانو د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د وضعیت په اړه یو بیان خپور کړی او د یو استاد کیون کینګ صحي حالت یې خراب بللی دی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي، چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو له ډلې یو تن امریکایې استاد کیون کینګ د زړه د ناروغۍ سربیره د بډوډو په ناروغۍ هم اخته شوی دی.

طالبانو په دې بیان کې ویلي "اوس د نوموړي استاد ناروغي شدیده شوې، د پښو پاړسوب هم ورته پیدا شوی، کله ناکله بې‌هوشي هم ورباندي راځي او ورځ تر بلې يې ناروغۍ خطرناکه کیږي".

طالبانو ویلي چې دا ډله په بند کې د دغو دوو بندي بهرنیانو درملنه کوي، خو د جنګي حالاتو له امله په سمه توګه د هغوی درملنه نه شي کولی.

وسله والو طالبانو د تیرکال د اګست په میاشت کې د افغانستان د امریکایي پوهنتون دا دوه استادان امریکایي کیون کینګ او اسټرالیايي ټیموتي جان ویکس په کابل کې د دغه پوهنتون سره نږدې تښتولي وو.

طالبانو د روان عیسوي کال په لومړۍ میاشت کې د دغو دوو استادانو یوه ویډیو هم خپره کړې وه، چې په کې دغو دواړو استادانو د امریکا د جمهوررئیس څخه د هغوی د خلاصون غوښتنه کړې وه.

طالبانو د دغه امریکایي استاد ژوند ته د هرډول ګواښ د راولاړولو مسولیت د امریکا متحده ایالاتو حکومت باندې اچولی او ویلي یې دي، چې امریکا د دغو بندیانو د خلاصون لپاره د دوی غوښتنې نه مني.

امریکا متحده ایالاتو لا د طالبانو دغې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلې، خو په کابل کې د افغانستان امریکايي پوهنتون په یوې اعلامیه کې له طالبانو څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې دا دواړه استادان خوشې کړي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون ویلي چې د دغه پوهنتون بورډ، محصلین او اداري پلاوی د استاد کیون کینګ د روغتیایي وضعیت په اړه د خبر په ترلاسه کولو خورا زیات خواشیني شوي دي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون ویلي چې دا بې ګناه استادان د یو جنايي سړي تښتونې د عمل قربانیان دي.

دا اعلامیه وايي " دوی افغان ځوانانو ته د تدریس لپاره د یو سوله ایز افغانستان د جوړولو لپاره دغه هیواد ته راغلي وو. هغوی هیچا ته زیان نه دی رسولی. مونږ له طالبانو په ټینګه غواړو چې ښاغلی کوین او ښاغلی ویکس پرته له کوم زیان څخه ډیر ژر راخوشې کړي".

د افغانستان امریکایي پوهنتون ویلي چې دوی د دغه پوهنتون د دوو برمته شوو استادانو په اړه فکر کوي او د خلاصون لپاره یې دعا کوي.

همداشان دغه پوهنتون ویلي چې دوی به د دغو استادانو د خلاصون لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG