د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت مولا نا فضل الرحمان کابل ته بللی دی


د طالبانو او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا د زیاتیدو وروسته د طالبانو حکومت د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند مشر فضل الرحمان کابل ته بللی دی.

ددغه ګوند له خوا د شنبې په ورځ ډسمبر۱۶ (لیندۍ ۲۵) د ایکس په ټولیزه شبکه کې ویل شوي چې مولانا فضل الرحمان ته دا بلنه په اسلام اباد کې د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان سفارت شارژدافیرسردار احمد شکیب له خوا د هغه په کور کې سپارل شوې ده.

د جمعیت علما اسلام د ګوند مشر فضل الرحمان د طالبانو سره د اوږدې مودې راهیسې نږدې اړیکې لري، د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو د هغه څخه د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو لپاره د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.

ځینو پاکستاني خبریالانو ویلي چې فضل الرحمان ته دا وړاندیز وروسته له هغه شوی چې تیره اونۍ ځینو بهرنیو دپلوماتانو پاکستاني چارواکو سره د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو په برخه کې د مولانا فضل الرحمان د رول په اهمیت خبرې کړې وې.

د جمعیت علما اسلام ګوند د سرچینو له قوله یو شمیر پاکستاني رسنیو لیکلي چې د ټي ټي‌ پي د وروستیو بریدونو له امله د پاکستان د حکومت او د طالبانود حکومت تر منځ اړیکې ډیرې ترینګلي شوي او فضل الرحمان به هڅه وکړي چې د دواړو خواو ترمنځ د اړیکو په ښه کیدو کې خپل رول ولوبوي او هم به ټي ټي پي ډلې سره خبرې وکړي.

د جمعیت علما اسلام ګوند ویاند اسلم غوري ویلي چې سردار احمد شکیب د شنبې په ورځ د فضل الرحمان کور ته ورغلی او هغه ته په افغانستان د طالبانو د حکومت یو ځانګړی پیغام هم رسولی دی.

هغه ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ترڅنګ د سیمې په وضعیت هم تفصیلي خبرې کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۶) د افغانستان ملي تلویزون ته، چې د طالبانو حکومت یې کنترولوي، وویل چې فضل الرحمن ته یې بلنه ورکړې ده.

نوموړي وویل چې فضل الرحمن د طالبانو په ضد د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره کابل ته بلل شوی او به خبره یې کابل غواړي چې د پاکستان خلکو ته واقعیتونه ورسوي.

مجاهد وویل چې فضل الرحمان په دې برخه کې ښه کار کولای شي.

په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته پاکستاني چارواکو په پرله پسې ډول پر طالبانو باندې د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې د ملاتړ تورونه لګولي او ویلي دي چې دا ډله پر پاکستاني امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د افغانستان له خاورې کار اخلي.

خو طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعاوې ردې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ډسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۱) په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شادرژدافیر سردار احمد شکیب ته په دیره اسماعیل کې د پولیسو په یو مرکز د وسله والو ترهګرو د برید په اړه احتجاج کړی و.

په دغه برید د پاکستان د پوځ ۲۳ عکسر وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي و. ددې برید مسوولیت "تحريک جهاد پاکستان" په نوم یوې نوې وسله والې ډلې اخیستی دی.

پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا ډله هم د تحریک طالبان پاکستان اړوند تروریستي ډله ده. د پاکستان د طالبانو له حکومت ددغه برید عاملین او د تحریک طالبان پاکستان مشرانو د نیولو او اسلام اباد ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.

خو د افغانستان د سولې په چارولپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ډسمبر۱۴( لیندۍ ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د مخامخ جګړې په ګډون د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوي لپاره اسلام اباد او کابل باید سره خبرو ته کښیني.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان تر ۴۰ پورې وسله وال نیولي او په زندان کې اچولي دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي طالبان د خپلو ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG