د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د هلمند د سنګین پر ولسوالۍ پراخه بریدونه پیل کړي


د هلمند د سنګین ولسوالۍ ددغه ولایت یوه ناارامه ولسوالۍ ده.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ ددغه ولایت یوه ناارامه ولسوالۍ ده.

وسله والو طالبانو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز برید کړی او په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه لاهم روانه ده.

سنګین د لښکرګاه په شمال کې پرته ناامنه ولسوالۍ ده چې وسله والو يې د مرکز د نیولو لپاره د سهار له دوو بجو راهیسې جګړه پېل کړې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ ته وويل چې په جګړه کې د لمړنیو معلوماتو له مخې ۱۳ تنه برید کونکې وسله وال طالبان وژل شو ي او ۶ تنه نور ټپیان شوي.خو ښاغلي ځواک دافغان امنیتي ځواکونود مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل .

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې وسله والو د سیمې له کورونو په استفاده تر ځمکې لاندې تونلونه ایستلي او د ولسوالۍ د امنیتي کمربند پر پوستو يې بریدونه پېل کړي.

جنرال احمدزي وويل " وسله والو تر ځمکې لاندې د ملکي خلکو له کورونو څو امنیتي پوستو ته تونلونه ایستلي وو، له دې لارې يې د چاودېدونکو توکو په وسیله چاودنې کړي، جګړه لاهم دوام لري، مرګ ژوبله هم شته خو دقیق ارقام مو لا په لاس کې نشته، خو زموږ اضافي قوتونه سیمې ته رسیدلي او ژر به جګړه مهار کړي".

د سنګین په ګاونډ کې د موسی کلا ولسوالۍ له پخوا څخه وسله والو طالبانو په لاس کې ده او د کجکي په ګډون د کندهار د غورک دوې نورې ګاونډۍ ولسوالۍ دي چې د دولت د وسله والو مخالفینو ترڅنګ د نشه يې توکو د قاچاق او کاروبار مهمې سیمې پيژندل کیږي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزی وايي چې د دولت وسله وال مخالفین غواړي د کندهار او هلمند د شمالي ولسوالیو څخه بیا تر جنوبي هلمند پورې له سنګین څخه تیره شوې لار پر خپل مخ پرانیزي خو افغان ځواکونو يې په کلکه مخه نیولې ده.

وسله والو طالبانو په دې تر اوسه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG