د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ادعا کوي د کابل بګرامیو کې یې د داعش په یو مرکز عملیات کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د باختر خبري اژانس چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي راپور ورکړی دی، چې د طالبانو د استخباراتو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په ختیځ کې د بګرامیو د ولسوالۍ د میرویس په ښار ګوټې کې د داعش د وسله والو په یو مرکز باندې عملیات کړي دي.

طالبانو ته نږدې سرچینو خبریالانو ته ویلي، چې دا عملیات تیره شپې ناوخته پیل شوي او د یکشنبې د ورځې تر سهار جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۵) پورې یې دوام درلود.

دغو سرچینو په دې عملیاتو کې تر دوو تنو پورې د داعش د وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړی او ویلي دي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو ځواکونو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

ددغو سرچینو د معلوماتو له مخې د داعش دغه مرکز د څه مودې راهیسې د طالبانو د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې و.

تراوسه د طالبانو امنیتي ادارو په رسمي ډول ددغو عملیاتو جزئیات رسنیو سره نه دي شریک کړي.

په کابل کې د داعش د ډلې د وسله والو په خلاف دا عملیات وروسته له هغه شوي، چې د ځینو راپورونو له مخې د داعش ډلې د کابل په هوايي ډګر کې په امریکايي ځواکونو باندې د خونړي برید د طراح ابو سعد محمد خراساني "ضیاالدین اکا" وژل کیدل تائید کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۷ د کابل په هوايي ډګر باندې د داعش په برید کې لږترلږه ۱۳ امریکايي سرتیرو په ګډون په لسګونو افغانان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي و.

د امریکا متحده ایالاتو د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل په وروستۍ اونۍ کې د طالبانو په عملیاتو کې د ابو سعد محمد خراساني وژل اعلان کړي و. خو هغه مهال داعش له خوا د خپل دغه لوړپوړې قوماندان وژل نه و تائید شوي.

XS
SM
MD
LG