د لاس رسي وړ اتصالات

ملا هبت الله اخوندزاده د مولانا فضل الرحمان سره کتلي - راپورونه


هبت الله اخوندزاده او مولانا فضل الرحمان
هبت الله اخوندزاده او مولانا فضل الرحمان

د طالبانو حکومت د جمعیت علمای اسلام د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان او د طالبانو د مشر د کتنې څخه د شاوخوا ۲۴ ساعتونو په تیریدو لاهم په رسمي ډول دا کتنه نه تائید کړې او نه يې هم رد کړې ده.

د ځینو سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د جمعیت علمای اسلام د ګوند او د طالبانو د مشر ترمنځ دا کتنه د چهارشنبې د ورځې جنورۍ لسم (مرغومې ۲۰) د غرمې مخکې په کندهار کې شوې ده.

یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې د کندهار په قول اردو کې په دې کتنه کې د مولانا فضل الرحمان سره د خیبرپښتونخوا د ایالت د حقاني مدرسې مشر ادریس حقاني هم ملګرتیا کوله. خو دا راپورونه په خپلواک ډول نه دي تائید شوي.

تراوسه په دغه کتنه کې د دواړو خواو ترمنځ د شویو خبرو په اړه هم جزئیات نه دي خپاره شوي، خو مولانا فضل الرحمان افغانستان ته د سفر دمخه خبریالانو ته ویلي و چې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي په مسله به د طالبانو له چارواکو سره خبرې وکړي.

تراوسه د طالبانو حکومت د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر او د طالبانو د مشر ترمنځ کتنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

که د طالبانو له خوا د مولانا فضل الرحمان او د طالبانو د مشر ترمنځ دا کتنه تائید شي دا به ظاهرآ د قطر د صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وروسته د مولوي هبت الله اخوندزاده سره د بهرنیو سیاسیونو دوییمه کتنه وي.

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ملا هبت الله اخوند سره د مۍ د میاشتې په ۱۲ (غوایي ۲۱) کندهار کې کتلي وو.

د جمعیت علمای اسلام د ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستاني دیني عالمانو یو پلاوی د تیرې یکشنبې په ورځ جنورۍ اووم (مرغومې ۱۷) د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه کیدو د هڅو په لړ کې افغانستان ته تللی دی.

ددې دمخه دغه پلاوي کابل کې د طالبانو د حکومت د رئیس الورزا ملا محمد حسن اخوند او د هغه د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر سره هم کتلي دي.

ملا محمد حسن اخوند دغه پلاوي ته ویلي چې حکومت یې د پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پیښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نور تهدید کړي.

ملي تلویزیون چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي چې ملا حسن اخوند ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت دې د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند څخه چې هغه ظالمانه چلند بللی څخه لاس واخلي.

ددغه تلویزیون د راپور له مخې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې سو تفاهم له منځه وړل او د سیاسي اړیکو، اقتصاد، سوداګرۍ او د یو بل د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ لارې چارې لټول دي.

دغه پلاوي وروسته له هغه افغانستان ته سفر کړی چې په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې تروریستي بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ په دغه هیواد کې د تروریستي بریدونو پړه د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي په ډله اچولې او ویلي دي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې تروریستي بریدونه ۶۰ فیصده او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰ فیصده زیات شوي دي.

ښاغلي کاکړ د طالبانو حکومت باندې غږ کړی و چې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان د ډلې څخه دې یو انتخاب کړي. د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا تورونه په پرله پسې ډول رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG