د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت سرپرست په کابل کې د ایران او پاکستان د لوړپوړو دپلوماتونو سره په جلا کتنو کې له دغو هیوادونو افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو پر پروګرامونو د بیا کتنې غوښتنه کړې او ویلي دي چې په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنیدو څخه دې ډډه وکړي.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږم ( کب ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان شارژدافیر عبيدالرحمن نظاماني سره په جلا جلا کتنو کې په دغو هیوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي دي.
هغه ویلي: "په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر شوی، موږ له کوربه هېوادونو غواړو چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي".
د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست ویلي چې حکومت یې افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي، خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای د یو منظم او تدریجي میکانیزم له مخې عمل وکړي.
مولوي عبدالکبیر د پاکستان د شارژدافیر سره په کتنه کې د تورخم د لارې د بندیدو مسلې یادونه هم کړې او ویلي دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د جزیي ستونز لپاره دې د خبرو لاره غوره شي، د تورخم بندول، جګړه او تاوتریخوالی یې حل لاره نه ده.
هغه ویلي: "په تورخم کې دې له تخریبي عمل ډډه وشي، د تورخم دواړو غاړو ته زرګونه مسافر، ناروغان، جنازې او د سوداګرو مالونه بند پاتې دي نو په دې اړه دې جدي اقدام وشي څو دواړو لورو ته ډېر زیان ونه رسېږي."
د تورخم سرحدي لار د فبرورۍ د ۲۱ شپې د ۱۰:۰۰ بجو راهیسې د پاکستان د سرحدي ساتوونکو له خوا د هرډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د حکومت له خوا د جون د میاشتې پورې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ستنولو په پلان په اړه هم خبرې کړي او ویلي دي چې د جون تر پایه له پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو ایستل ستونزمن دي، ځکه د هغه په وینا هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټولې کړي.
نوموړي له کوربه هېوادونو څخه وغوښتل، چې د ګډو میکانیزمونو په اساس دې افغان کډوالو ته وخت ورکړل شي چې په دې برخه کې دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې اړینې دي.
د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د پاکستان شارژدافیر عبيدالرحمن نظاماني ویلي چې د طالبانو د حکومت غوښتنې به په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي.
په دې خبرپاڼه کې عبيدالرحمن نظاماني له قوله ویل شوي: "د پاکستان راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی، له همدې امله افغان کډوالو څخه د سیاسي ابزارو په توګه ګټه نا اخلي، بلکې غواړي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي".
همداشان ددغې خبرپاڼې پر اساس په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېګدلي ویلي چې د ایران له قانوني کډوالو سره د همکارۍ هڅې کوي، خو د ناقانونه کډوالو ستونزې ته باید دایمي حل لارې پیدا شي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان او ایران ښو اړیکو ته په کتو، اړینه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.
هغه ویلي: " موږ غواړو چې په ایران کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته د اړتیا وړ قانوني اسناد ورکړل شي" .
د ملګرو ملتونو د مهاجرت د سازمان د راپورونو له مخې په دې وروستیو میاشتو کې د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی. پاکستان حکومت په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې افغان کډوالو ته د فبرورۍ تر ۲۸ پورې له دغو ښارونو د وتلو امر کړی وو.
پاکستان حکومت د پارلمان او سرحداتو وزير امیر مقام ویلي چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مېشت اسناد لرونکي افغانان دې پېښور ته کډه شي او چې قانوني اسناد نه لري هغه به د تورخم پر لار افغانستان ته ستنوي.
امير مقام د فبرورۍ په ٢٤ ( کب٦) امريکا غږ سره په مرکه کې ویلي: "حکومت مو افغان کډوالو ته امر کړی چې د فبرورۍ تر ۲۸ دې له اسلام اباد او پنډۍ څخه ووځي چې اسناد لري هغه دې خيبرپښتونخوا ايالت ته کډه شي خو چې اسناد نه لري هغوی افغانستان ته ستنوو. "
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال شاوخوا ۳.۱ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې د اوسیدانې پر قانوني اسنادو او پرته له اسنادو ژوند کوي. همداشان د ۴.۵ میلیونو په شاوخوا کې افغان کډوال په ایران کې دیره دي. ایران په تیر ۲۰۲۴ کال کې له دغه هیواد څخه ۱.۲ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي وو.
فورم \ دبحث خونه