بېرته ستنېدل زموږ لپاره د مرګ په معنی دی – کویټه کې ميشت افغان کډوال
د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکو غيرقانوني او افغان تابعيت کارټ لرونکو افغان کډوالو ته د مارچ تر پايه افغانستان ته د ستنېدو ويلي چې د ياد امر له مخې، که په خپله خوښه ولاړ نشي، نو په جبري توګه به له پاکستان څخه ايستل کېږي. دې خبر د پاکستان په کويټه کې ميشت افغان کډوال له اندېښنو سره مخ کړي.