د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیرو دریو میاشتو کې په خوارځواکۍ د اخته ۴۷۰ زرو ماشومانو او میندو درملنه شوې


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه پورې په افغانستان کې په متوسطې خوارځواکۍ اخته ۲۱۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زره میندو ته او په سختې خوارځواکۍ اخته ۱۲۰زره ماشومانو او میندو ته روغتیايي خدمتونه چمتو شوي.

ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د یکشنبې په ورځ مارچ ۳۱( وري ۱۲) رسنیو ته په یو استولي غږیز پیغام کې ویلي چې په تیرو شاوخوا دوه نیمو کلنو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو د درملنې لپاره ۲۲۰۰ نوي سایټونه جوړ شوي چې ورسره ددغې ناورغۍ د درملنې لپاره خدمتونه لیرو پرتو سیمو ته هم پراخه شوي دي.

هغه وویل چې دمخه ددغو سایټونو شمیر ۸۰۰ ته رسیده. د عامې روغتیا وزارت وايي چې د نویو سایټونو د جوړولو هدف هغو سیمو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي د درملنې د خدمتونو رسول دي چې دمخه په کې دغسې خدمات نه وو.

امرخیل وویل: "د کال په پیل کې اټکل شوې و چې سږکال به د دریو میلیونو په شاوخوا کې هغه په خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته چې په افغانستان کې شتون لري خدمات وړاندې کیږي. البته د ځینو ادارو له خوا چې له مونږ سره په دې برخه کې همکار دي وویل شو چې د بودیجې د کمښت له امله به دوی ۱.۴ میلیونو په متوسطې خوارځواکۍ اخته ماشونو ته رسیدګي وکړي."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت دغه چارواکې د عامې روغتیا په سکټور کې بوختو ټولو موسسو څخه وغوښتل چې خپله بودیجه دې زیاته کړي چې په لیرو پرتو سیمو کې ماشومانو او میندو ته هم روغتیايي خدمتونه برابر شي.

شرافت زمان امرخیل وویل چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې په متوسطې خوارځواکۍ اخته ۱.۵ میلیونو ماشومانو او یو میلیون میندو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" د تیرې اونۍ د یو راپور له مخې یوازې د فبرورۍ په میاشت کې په سختې خوارځواکۍ اخته د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر یو میلیون او ۴۱۸۰۹ ماشومانو ته د ۳۳۰۰ ثابتواو ګرځنده روغتیايي امکاناتو له لارې چې د ملګرو ملتونو ددغې ادارې له خوا ورته ملاتړ برابریږي چاڼ او معاینه شوي دي.

یونیسف ویلي چې ددغه شمیر ۴۳ زره او ۵۱ تنه چې ۵۷ فیصده یې نجونې وې د خورا زیات وزن کمیدو سره مخ وو او په روغتون کې درملنې لپاره بستر شوي دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي چې د ماشومانو دا شمیر د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ د میاشتې پرته لس فیصده کم دی. یونسیف د ماشومانو په شمیر کې د ۱۰ فیصده کموالي علت د ګرځنډه روغتیايي او تغذیي د ټیمونو شمیر کې د کموالي له امله ښودلی چې د عملیاتي ګواښونو له امله رامنځ ته شوی وو.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" ویلي چې د فبرورۍ په میاشت کې یې په مجموعي ډول د شپږو میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو پورې د عمر لرونکو ماشومانو ۲۴۴ زره او ۱۷۴ ته د شپږ میاشتو لپاره خوراکي مواد برابر کړي او هم یې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د نوو زیږیدلو ماشومانو څخه تر ۲۳ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ۲۰۲ زره او ۷۵۷ پالوونکو ته روغتیايي مشورې برابرې کړي دي.

همداشان دغې ادارې ویلي چې په دې موده کې یې د ډاکټرانو، نرسانو، قابیلو او د خوړو سلاکارانو په ګډون ۹۴ روغتیايي کارکوونکي هم روزلې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG