د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت چارواکي وايي، چې په تیرو ۲۰ میاشتو کې له بهرنیو هیوادونو څخه ۱.۳ میلیون افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
ددغه وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۸(جوزا اووم) کابل کې یو شمیر اړو کورنیو ته د خوړو د مرستو د ویشلو یوې غونډې ته وویل، چې په ستنو شویو افغانانو کې له ایران ، پاکستان او د ځینو اروپايي هیوادونو څخه هم افغان کډوال شامل دي.
مهاجرینو او ستندیونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس په تیره یو میاشت کې نږدې ۹۳ زره افغان کډوال د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه وطن ته ستانه شوي دي.
ددغو ستنو شوو افغانانو یوه برخه یې په خپله خوښه خو زیات شمیر یې په جبري ډول خپل هیواد ته ستنیدلو ته اړ شوي دي.
د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستندیونکو چارو وزارت سرپرست د ادعا له مخې وطن ته د افغان کډوالو د ستنیدلو لوی علت د افغانستان د امنیتي وضعیت ښه کیدل دي.
حقاني وویل: " په بهر کې د شپږو څخه تر اتو میلیونو پورې مهاجرین لرو، هغوی هیله لري، چې افغانستان ته ستانه شي او خپل هیواد ابادولو کې ونډه واخلي ، خو نړیواله ټولنه او نړیوال نه غواړي او په یو ډول هڅه کوي چې په زیات شمیر افغانان له ( افغانستان) ووځي."
خلیل الرحمان حقاني وویل، چې وطن ته ستنو شوو افغانانو سره د طالبانو د حکومت سربیره د مرستو رسونې ادارو هم مرستې کړي دي. د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کیشنرۍ د راپور له مخې وطن ته د ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو بهیر په کوبه هیوادونو کې د اقتصادي ستونزو او بیکارۍ پورې تړاو لري.
د شمیرو له مخې اوس مهال شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان او نږدې څلور میلونه نور په ایران کې ژوند کوي.
په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران، پاکستان او ترکیې ټه کډه شوي دي، چې یوازې ایران ته په دغه موده کې له یو میلیون څخه زیات افغانان کډه شوي دي.
افغانستان په نړۍ کې په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې زیات شمیر وګړي یې د کډوالو په توګه په بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي. واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته زیات شمیر افغانانو د ایران له لارې ترکیه او بیا له هغه ځایه اروپايي هیوادونو ته د تللو هڅې کړي دي.
بیکاري، د نیولو او غچ اخیستلو ویرې، د طالبانو سخت قوانین او هوسا ژوند ته رسیدل له افغانستان څخه په غیر قانوي ډول د افغانانو د وتلو په عواملو کې شمیرل کیږي.