د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان دې د خبریالانو 'خوندیتوب ته پاملرنه' وکړي


تيره ورځ د میرمنو یوې ډلې چې شمیر یې شاوخوا ۲۰ ته رسیده، په کابل کې د پوهنې او اقتصاد وزارتونو په مخکې لاریون وکړ.
تيره ورځ د میرمنو یوې ډلې چې شمیر یې شاوخوا ۲۰ ته رسیده، په کابل کې د پوهنې او اقتصاد وزارتونو په مخکې لاریون وکړ.

په افغانستان کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په کابل کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا د خبريالانو وهل ټکول غندلي دي٠

يادې کمېټې ويلي چې تيره ورځ په کابل ښار کې د ښځو د لاريون پر مهال يو شمير خبريالان د طالبانو لخوا وهل شوي او په خبره يې د کار مخه يې نيول شوې ده٠

په اعلاميه کې راغلي:"د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۹مه نېټه کابل کې د یو شمېر مېرمنو له لورې د "کار، ډوډۍ او تعلیم" تر شعار لاندې لاریون روان و، چې یو شمېر خبریالان هم د خبري پوښښ په موخه ورغلي وو. هغه ډول چې په خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي، خبریالان د افغانستان د اسلامي امارت د عسکرو له لوري وهل کېږي، په ډېره ناوړه توګه یې د کار مخه نیول کېږي او سپکې سپوري ورته ویل کېږي."

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي د دې ترڅنګ چې د دې چلند سخته غنده کوي، د افغانستان د اسلامي امارت له مسوولینو څخه غواړي چې د قانون په رڼا کې د دې پېښې پلټنه وکړي.

بيان زياتوي:" کمېټه همدارنګه د افغانستان له اسلامي امارت څخه د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې ځانګړې پاملرنه غواړي، ترڅو وکولای شي په ارامه فضا کې خپلې مسلکي خبریالي ته دوام ورکړي."

په افغانستان کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې تر دې مخکې هم په طالبانو انتقاد کړی چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیې نه څېړې. دغې کمېټې په دې اړه د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

تيره ورځ د میرمنو یوې ډلې چې شمیر یې شاوخوا ۲۰ ته رسیده، په کابل کې د پوهنې او اقتصاد وزارتونو په مخکې لاریون وکړ.

دغو میرمنو د طالبانو غوښتل چې "پوهنه مه سیاسي کوئ". هغوي همدرانګه په لوحو کې چې له ځانونو سره یې لیږدولې لیکلي وو، "مونږ د تعلیم او کار کولو حق نلرو". لاریون کوونکو همدارنګه د "بې روزګارۍ، فقر او لوږې" شعارونه د ځانونو سره لیږدول.

د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال وایي چې دا میرمنې د شاوخوا ۱ ساعت لپاره په آزاده توګه وګرځیدې او طالبانو هم څه ونه ویل خو وروسته یو طالب وسله وال یو بهرنی خبریال د ټوپک په کنداغ وواهه. نورو طالبانو بیا دا خبریال په سوکانو او لغتو وواهه.

د طالبانو داطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG