د لاس رسي وړ اتصالات

ناراضه طالبانو نوی مشر وټاکه


د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور مخالفو طالبانو ملا محمد رسول اخوند د خپل نوي مشر په توگه ټاکلی دی. تر اوسه نده څرګنده چې د ملا محمد رسول د کومو طالب قوماندانانو ملاتړ لري خو رویترز خبري آژانس د یوه قوماندان له خولې چې نوم یې ندې ورکړي لیکلي چې د ملا رسول ډله به د ملامنصور له طالبانو سره جګړه ونکړي.

دغه قوماندان رویترز ته ویلي "مونږ خپل مشر وټاکه چې د امریکا پر مشرۍ د بهرنیو ځواکونو او د افغانستان د حکومت پر ضد جگړې مشري وکړي".

د طالبانو یو بل قوماندان بیا ویلي دي چې ملا محمد رسول اخوند یو تجربه کاره پخوانی طالب مشر دی چې "لس کاله یې د ملا محمد عمر سره تیر کړي او د هغه د اعتماد وړ شخص و".

ویل کیږي چې ملا محمد رسول اخوند پنځوس کلن دی.

سمیع یوسفزي چې د طالبانو په اړه یې نړیوالو رسنیو ته لیکنې کړي دي امریکا غږ ته وویل چې د ملاعمر د مړینې د خبر د خپریدو په ورځو کې یو شمیر طاالب مشران لکه ملا حسن رحماني، ملا عبدالرزاق، ملا محمد رسول، گل منان نیازی او عبدالرحمان زاهد د ملا منصور په وړاندې یوه قوي ډله شمیرل کیدله چې د ملا منصور د انتخاب نه راضي نه وو.

د یوسفزي په اند تمه کیدله چې ددې ډلې مشري به ملا حسن یا ملا عبدارلزاق کوي خو اوس داسې بریښي چې د یو شمیر ملحوظاتو له امله هغوی دې ته نه دي تیار شوي او یا نه غواړي چې ددغې ډلې مشري وکړي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وایي چې د طالبانو د نا راضي ډلې له خوا د نوي مشر د ټاکلو اعلان چې په رسمي توگه لا نه دی تائید شوی ښایي د پاکستان د حکومت د اړتیاو له مخې شوی وي.

ښاغلي مژده د پاکستان د صدراعظم نواز شریف وروستیو څرگندونو ته په اشارې چې ویلي دي پاکستان نه شي کولای هم طالبان ووژني او هم هغوی د مذاکرې میز ته راجلب کړي، وایي چې د سولې خبرو ته د تیارې ډلې شتون د پاکستان د حکومت اړتیا څرگندوي.

د داعش نفوذ

ځيني ګومان کوي چې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات به د اسلامي دولت ډله یا داعش په ګټه وي خو ځيني نور بیا وايي چې داعش په افغانانو کې فرهنګي او ایډیولوژیک بنسټونه نلري.

خبریال یوسفزی وایي هغه هیوادونه چې د افغانستان په چارو کې لاس لري نه غواړي چې طالبانو په څو وړو ډلو وویشل شي ځکه دغه کار به د سولې هڅې لا ستونزمنې کړي.

ښاغلی یوسفزی وایي چې ملا منصور په افغانستان کې د کندز او هلمند په شمول په جگړو کې وښودله چې دې د پوځي چارو مشرتوب کولی شي. د ملا محمد رسول اخوند زیات شمیر پلوي قوماندانان په دې خفه دي چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې خبر دوه کاله پټ کړی و او د هغه په نامه یې پخپله اعلامیې خپرولې. خو منصور وایي دا کار په دې خاطر ضرور و چې د طالبانو ترمنځ وحدت وساتل شي.

XS
SM
MD
LG