د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه د غزني جغتو او ده یک څخه په شا شوي


طالبانو په تیره یوه اونۍ کې د غزني ولایت په څلور ولسوالیو بریدونه کړي دي.
طالبانو په تیره یوه اونۍ کې د غزني ولایت په څلور ولسوالیو بریدونه کړي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، چې د غزني د جغتو او ده یک ولسوالۍ تېره شپه له سختو جګړو وروسته د طالبانو لاس ته پرېوتي، خو سیمیز چارواکي بیا وايي، چې امنیتي ځواکونو له دې ولسوالۍ تکتیکي شاتګ کړی دی.

د غزني د ولایتي شورا مشرې لطیفې اکبري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل" له شلو سرتیرو زیات د ده یک ولسوالۍ د امنیه او د پولیسو د ریزرف د قطعې د قومندانانو په شمول وژل شوي دي، دواړه ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط کړی دی".

د ولایتي شورا غړې وویل چې طالبانو تېره شپه د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته اور اچولی او ودانۍ یې له منځه وړې ده.

د غزني سیمیزو چارواکو بیا ویلي، چې طالبانو د جغتو او د ده یک په ولسوالیو له بریدونو سره سره د غزني ښار د کمربند په پوستو هم بریدونه کړي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل "تېره شپه وسله والو مخالفینو وکړای شول چې د جغتو ولسوالۍ امنینه قومندانۍ ته ننوزي او امنیتي ځواکونه د جغتو د ولسوالۍ له تعمیر په شاتګ کړی دی".

سیمیزو چارواکو د ملکي تلفاتو په اړه څه ندي ویلي، خو وايي، چې د ده یک ولسوالۍ امنیه او د ریزرف د قطعې قومندانان د ۱۲ سرتیرو په شمول وژل شوي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د دغو دواړو ولسوالیو د نیولو خبر ورکړی دی. د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې، چې رسنیو ته استولې ادعا کړې، چې د دغو دوو ولسوالیو د نیولو په جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو ۴۳ تنه منسوبین وژلي دي.

په وروستۍ یوه اوونۍ کې د غزني اجرستان، اندړ، ده یک او جغتو ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو له مسلسلو بریدونو سره مخ وې.

XS
SM
MD
LG