د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د پاسپورتونو وېش یو ځل بیا بند شو


د کابل پاسپورت عمومي رياست نن شنبه ډسمبر ۲۵ (مرغومې څلورمه) يو ځل بيا د مراجعينو پر مخ بند شو٠

د پاسپورت رياست يو چارواکي له امريکا غږ سره خبرو کې د پاسپورت رياست بندېدل تائيد کړل، خو د لامل په اړه يې نور جزٸيات ورنکړل٠

تر دا مهاله معلومه نه ده چې دغه رياست به د څو ورځو لپاره د خلکو پر مخ بند وي٠

له دې سره هم مهاله د پاسپورت ریاست د مطبوعاتو امر شفیع الله تسل خبریالانو ته ویلي چې د کابل د پاسپورت ریاست فعالیت تر «امرثاني» پورې درېدلی دی.

ښاغلي تسل په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې ده چې په نورو ولایتونو کې د پاسپورتونو وېش په عادي ډول جریان لري.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د کابل د پاسپورت عمومي رٸيس وویل چې د ګڼې ګوڼې مخنیوي په هدف سر له نن شنبې د پاسپورت لپاره عرېضې نه اخلي او په خبره يې پر نوو عريضو احکام نه ورکول کيږي٠

عالم ګل حقاني تیر ماښام په يو ويډيو يي پيغام کې وویل چې خلک بايد په انلاين ډول باندي د پاسپورت غوښتنې فورمې ډکې کړي٠

ښاغلي حقاني همدارنګه له مراجعينو څخه غوښتي چې د پاسپورت اخيستلو لپاره بايد دوى ته "سپارش ليکونه" وړاندې نه کړي٠

نوموړي زياته کړې چې دې کار سره به ګڼه ګوڼه کمه شي او خلکو ته د ستونزو مخه به ونيول شي.

د پاسپورت ریاست پر داسې مهال بندیږي چې د تیرې پنجشبې په ورځ د یاد ریاست مخته د یو برید مخه ونیول شوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وویل یو تن بریدګر چې غوښتل یې د پاسپورت ریاست ته داخل شي د یاد ریاست د امنیتي ساتونکو لخوا ووژل شو.

د مسؤلینو په وینا په دغه برید کې چاته زیان نه و رسېدلی.

د کابل د پاسپورت ریاست د تیرې نومبر میاشتې پر پنځلمسه هم د شاوخوا یوې میاشتې لپاره د تخیکي ستونزو له امله د مراجعینو پر مخ تړل شوی و چې د تیرې یکشنبې په ورځ د مراجعینو پر مخ پرانیستل شو.

د کابل د پاسپورت ریاست مخته هره ورځ په زرګونو کسان د پاسپورت اخیستلو لپاره راټولیږي چې له امله یې د مراجعینو کنټرول او نظم هم له توانه وتلی وي.

د کابل د پاسپورت ریاست مخته هره ورځ په زرګونو کسان د پاسپورت اخیستلو لپاره راټولیږي چې له امله یې د مراجعینو کنټرول او نظم هم له توانه وتلی وي.

XS
SM
MD
LG