د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: غني د نن ورځې تر پایه د طالب زندانیانو ازادولو فرمان ورکوي


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ټاکل شوې ولسمشر غني د نن سې شنبې ورځې تر پایه د طالب بندیانو د ازادولو په اړه فرمان ورکړي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د «کب۲۰مه» امریکا غږ ته وویل چې په دې حکم کې د زندانیانو د شمېر او میکانیزم په اړه چې ټاکل شوې ازاد شي کار شوی دی.

نوموړي د افغان حکومت لخوا د خوشي کېدونکو طالب زندانیانو د شمېر او نورو جزئیاتو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې په دې اړه به ډېر ژر معلومات شریک شي.

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې له مخې ټاکل شوې د افغان حکومت له زندانونو څخه ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي شي او په بدل کې ۱۰۰۰ افغان سرتیري هم د طالبانو لخوا ازاد شي.

ولسمشر محمد اشرف غني که څه هم تر دې مخکې د طالب بندیانو د خوشي کولو سره مخالفت ښودلی و، خو تېره ورځ یې د لوړې مراسمو پرمهال وویل چې نن سې شنبه به د طالب بندیانو ازادولو په اړه فرمان ورکړي.

هغه وویل دې نتیجې ته رسېدلی چې د یادو طالب بندیانو په ازادولو سره به تاوتریخوالی د پام وړ کم شي.

پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې دا مهال په کابل کې دی د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د ولسمشر غني د اقدام هر کلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي:"د ولسمشر غني دا اعلان چې یو فرمان به خپور کړي تر څو د بندیانو د پام وړ تبادله وشي او د پراخ ملاتړ لرونکې یوې ملي مذاکراتي ډلې د جوړولو مشري به وکړي، به بین الافغاني مذاکراتو ورتګ کې خوځښت راولي."

رویټرز خبري اژانس هم د پنځو افغان سرچینو په حواله ویلي چې ټاکل شوې ولسمشر غني نن د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د ازادولو په اړه فرمان ورکړي چې له ډلې به یې ۱۰۰۰ تنه په روانه اونۍ کې خوشي شي.

پر همدې مهال وسله وال طالبان وايي، د افغان حکومت لخوا خوشي کېدونکي طالب زندانیان باید هغه کسان وي چې دوی یې لېست ورکړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټر لیکلي:"موږ امریکایي پلاوي ته د پنځه زره کسانو مفصل لیست ورکړی دی چې هیڅوک جعل کاري پکښې نشي کولای. یو شرط مو دادی دا کسان که په یوه دښت کي موږ ته را تسلیموي یا په زندانونو کې، زموږ د هیئت تر تصدیق وروسته به د منلو وړ وي. بل داچې هغه کسان به وي چې موږ په لیست کې لیکلي دي."

بلخوا د افغانستان جمهوري ریاست له طالبانو سره د سولې د مذاکراتي پلاوي د لېست د بشپړېدو خبر هم ورکړ.

دواخان مینه پال وویل چې دغه لېست وروستی شوی دی او ټاکل شوې جزئیات یې د نن ورځې تر پایه له رسنیو سره شریک شي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات نن سې شنبه د «کب۲۰مه» پيل شوي وای.

XS
SM
MD
LG