د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کوهدامن کې د خپل بري جشن ونمانځه 


د طالبانو غونډه
د طالبانو غونډه

د وسله والو طالبانو یو شمېر مشرانو او ملاتړو یې د کابل ښار ته نژدې په کوهدامن کې د «خپل بري» جشن ونمانځه.

په دغو مراسمو کې شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو، چې یو شمېر هلکان هم په کې وو، برخه اخیستې وه.

د فرانسې خبري اژانس وايي‌ چې طالبانو دا جشن نن یکشنبه اکتوبر ۳ (تلې۱۱) وکړ او په یو ډول یې په افغانستان کې خپله ولکه او ځواک نندارې ته وړاندې کړ. طالبانو د اګست په ۱۵ خپله موقته کابینه اعلان کړه،‌ خو لا نړۍ په رسمیت نه دي پېژندلي.

تر دې مخکې ښځو د طالبانو د حکومت په ضد مظاهرې کړې وې خو طالبانو بیا وروسته له اجازې پرته مظاهرې بندې کړې.

د طالبانو د حکومت د سرحدونو د چارو سرپرست وزیر سید خلیل حقاني په خپلو خبرو کې وویل: « موږ دغې ورځې ته ډېر انتظار کړی و. موږ خپل هدف ترلاسه کړ او اوس دا هدف باید وساتل شي.»

خلیل حقاني د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني ورور دی چې په ۲۰۱۱ کې د امریکا د ترهګرو سازمانونو او افرادو په لست کې شامل شو او په سر یې پنځه میلیون ډالر جایزه کېښودل شوه.

یو شمېر طالب قومندان او جنګیالي دغو مراسمو په وسلو سمبال راغلي وو ویلي چې په امریکا «خپل بری» نمانځي. دوی په خپلو خبرو کې خبرو کې « ځانمرګي وستایل».

په دغو مراسمو کې ځینې قومي مشران هم وربلل شوي وو او د طالبانو د «فتحې» ترانې غږول کېدې.

طالبانو داسې مهال دا مراسم ونمانځل چې تر دې دمه یې هېڅ یو هېواد په رسمیت نه پېژندلي نه دي. پاکستان، چې د طالبانو کلک ملاتړی دی، نړیوال هڅولي چې د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني،‌ خو په خپله یې لا نه دی پېژندلی.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وینډې شېرمن بله اونۍ اسلام اباد ته ولاړ شي. امریکا په طالبانو فشار راوړی چې «همه شمول» حکومت جوړ کړي او له پاکستان څخه هیله لري چې په دې برخه کې مهم رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG