د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د قطر چارواکو سره د بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې کړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د قطر هیواد د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې کړي دي.

ټاکل شوې د ۴۰۰ طالب بندیانو تر خلاصېدو وروسته د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لومړۍ ناسته په قطر کې تر سره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد ویلي چې محمد حنیف اتمر د قطر له لوړپوړ چارواکو سره د ټلیفون پر لیکه دغه خبرې تېره ورځ تر سره شوي دي.

نوموړي زیاته کړې:"د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر د قطر دولت د صدراعظم له معاون او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د ټلیفون پر کرښه خبرې وکړي، ښاغلي اتمر د لویې جرګې پرېکړو،د دغو پرېکړو په اساس د افغان حکومت اقداماتو، د بندیانو خوشي کولو، د طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتو په هکله چې په قطر کې پیلېږي او د دواړه اړخیزو اړیکو پر اهمت... خبرې وکړې."

د بین الافغاني مذاکراتو په اړه د طالبانو اعلامیه

په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړه د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوي وسله والو طالبانو افغان چارواکي د سولې ضد څرګندونو باندې تورن کړي دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د ولسمشر غني یو سلاکار د سولې خبرو کې د بین الافغاني کلیمې له کارېدو سره د مخالفت په ښودلو ویلي چې دغه مذاکرات باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي.

نن شنبه اګست۱۵مه(زمري۲۵) د طالبانو خپره شوې اعلامیه کې راغلي:"موږ د هغو مذاکراتو پيل منو او تیاری ورته لرو چې د دوحې په تاریخي تړون کې تسجیل شوي او هغه بین الافغاني مذاکرات دي چې ټول متنازع جهتونه احتوا کوي."

یادې ډلې د خپلو بندیانو په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ څرګندونې هم رد کړي دي چې د دوی په وینا ویلي و د طالبانو خلاصېدونکي بندیان د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او د مخدره موادو په قاچاقو کې لاس لري.

وسله والو طالبانو همدارنګه ویلي چې پارونکي څرګندونې د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.

افغان حکومت تر دامهاله د وسله والو طالبانو وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغان حکومت لخوا د ۴۰۰ جنجالي طالب بندیانو د خلاصېدو د بهیر په پیلېدو سره د افغان چارواکو په وینا د بین الافغاني خبرو په وړاندې وروستی خنډ هم لیري شوو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره ورځ وویل چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې ۸۰ تنه یې د څرخي پله له زندان څخه ازاد شول.

افغان حکومت تل د بین الافغاني خبرو پیلېدو په هدف د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټينګېدو باندې ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG