د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې مذاکراتي پلاوي پر غړې فوزیه کوفي وسله وال برید شوی


فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي پر غړې فوزیه کوفي باندې وسله وال برید شوی دی.

د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په خپل ټویټر لیکلي چې پر اغلې کوفي دغه وسله وال برید د کابل ـ پروان پر لویه لار د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې شوی دی.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړې ده چې فوزیه کوفي برسېرنه ټپي شوېده.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست پخواني رئيس او د سولي مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي چې افغان امنیتي او کشفي ارګانونه په دې اړه څېړنې کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني پر اغلې فوزیه کوفي وسله وال برید غندلی دی.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پر فوزیه کوفي برید غندلی او له افغان حکومت څخه یې په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

اغلې کوفي په تېرو دوو دورو کې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې وه او اوس مهال له طالبانو سره د سولې خبرو کې د افغان حکومت د مذاکراتي ټېم غړ ده.

فوزیه کوفي تر دې مخکې هم له طالبانو سره د سولې په نورو بین الافغاني خبرو کې برخه اخیستې وه.

دا برید پر دا سې مهال رامنځته کیږي چې ټاکل شوې له طالبانو سره د سولې خبرو په هدف د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی په راتلوونکو ورځو کې قطر ته سفر کړي.

XS
SM
MD
LG