د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د ملګرو ملتونو راپور بې اساسه دی، داخلي اختلافات نشته


د طالبانو ویاند وویل چې د راپور لیکونکو په قصدي توګه حقایق تحریف کړي.
د طالبانو ویاند وویل چې د راپور لیکونکو په قصدي توګه حقایق تحریف کړي.

طالبانو د ملګرو ملتونو هغه راپور بې بنسټه او له تعصب ډګ وباله چې پکې ویل شوي د دې ډلې د مشرانو تر منځ خپلمنځي اختلافات شته او د ترهګرو ډلو سره لا هم اړیکې پالي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې د افغانستان د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې د طالبانو د حکومت پالیسو په هکله ویلي چې طالبان د "۹۰ مې لسیزې انحصاري سیاستونو" ته ستانه شوي دي.

د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې د تحلیل او څارنې ډلې له خوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې کابل کې د طالبانو د میشتو مشرانو ترمنځ د پالیسو د بدلون په برخه کې هیڅ کومه نښه نه لیدل کیږي او په لنډه موده کې د بدلون لپاره کومه هیله هم نه شته دی.

په دې راپور کې ویل شوي: "په افغانستان کې طالبان د ملا هبت الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې په واک کې د حاکمې ډلې په توګه د ۹۰ لسیزې په څیر د پښتنو په محوریت استبدادي پالیسو ته ستانه شوي دي".

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه جون ۱۱ (غبرګولي۲۱) په اعلامیې کې ویلي چې "طالبان خپلې ټولې پریکړې د اسلامي شریعت سره سمې کوي او دا یې هم ویلي چې د ملګرو ملتونو راپور لیکونکو په "قصدي توګه ارقام او حقایق تحریف کړي او یا یې معلوماتو ته لاسرسی کم و".

د طالبانو دې جګپوړي چارواکي همدارنګه ویلي چې د "اسلامي امارات د مشرانو تر منځ د اختلافاتو آوازې د تیرو ۲۰ کالونو راپدیخوا روان تبلیغات دي".

د ملګرو ملتونو په راپور کې ادعا شوې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې راپدیخوا چې طالبانو بیا په افغانستان کې واک تر لاسه کړی پدې هیواد کې د ترهګرو ډلو ګرځیدل راګرځیدل ډیر او آزاد شوي او دا چې د طالبانو ډله لا هم د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان په شان ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

خو د طالبانو ویاند وویل چې هیڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.


د ملګرو ملتونو پدې راپور کې د امنیت شورا یو غړي له قوله چې نوم یې په راپور کې ندی یاد شوي ویل شوي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د ګردو ستونزې لري او دوه ځلې د کرونا په ویروس هم اخته شوی و خو طالبانو پدې هکله څه ندي ویلي.

په راپور کې ویل شوي چې له همدې کبله د اخندزاده تنفسي سیستم کمزوری شوی.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واکمن شوي خو د دې ډلې سرپرست حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG