د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو تخار کې پريسا مبارز خوشي، خو کابل کې يوه بله معترضه ښځه نيولې


نرگس سادات
نرگس سادات

د " افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ" وايي، د پريسا مبارز په نوم يوه معترضه ښځه تر دوه ورځني بند وروسته په تخار ولايت کې د طالبانو لخوا بيرته خوشي شوې، خو وايي چې طالبانو په کابل کې د دغه غورځنګ يوه بله غړې نيولې ده.

د دغه غورځنګ بنسټ ايښودونکې مونسه مبارز د دوشنبې په ورځ فبرورۍ١٣(سلواغې ۲۴) امريکا غږ ته وويل چې اغلې پريسا مبارز د قومي مشرانو په منځګړيتوب او نړيوالو بنسټونـو د فشار په اساس د طالبانو له بند څخه خوشي شوه٠

اغلې مبارز ادعا وکړه چې پريسا مارز د تخار ولايت په امنيتي حوزه کې د طالبانو لخوا وهل ټکول شوې ده او په خبره يې عکسونه يې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي٠

د نوموړي په وينا طالبانو دوې ورځې مخکې د کابل ښار په (کارته چهار) سيمه کې د دغه غورځنګ يوه بله غړې نرګس سادات هم نيولې ده٠

هغې وويل چې طالبانو د نرګس سادات د نيول کېدو په اړه هيڅ معلومات نه دي ورکړي او د کورنۍ غړي يې هم د ځاى په پيدا کولو نه دي توانېدلي٠

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ(يوناما) ويلي چې پدې وروستيو کې د طالبانو لخوا په شمير ولايتونو کې د خبريالانو او ښځينه فعالانو نيول زيات شوي دي٠

يوناما په افغانستان کې د طالبانو لخوا د "خپل سرو نيونو"په اړه اندېښنه ښودلې او له طالب چارواکو څخه يې غوښتي چې بشري حقوقو او د خلکو اساسي ازاديو ته احترام وکړي٠

يوناما زياته کړې:"افغانان حق لري چې خپل نظريات له ويري، ځورېدو او ډار پرته څرګند کړي٠"

تيره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي په تخار ولايت کې د پريسا مبارز د نيول کيدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او د خوشي کولو غوښتنه يې کړې وه٠

ریچارد بنیت د طالبانو دغه کار غندلى و او ويلي يې و چې د نجونو او ښځو د زده کړو د حق په اړه غږ پورته کول جرم نه دى او هغوى بايد غږ اوچت کړي٠

طالب چارواکو تر دا مهاله په تخار او کابل کې د يادو معترضو ښځو د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي٠

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لخوا تر دې مخکې د يو شمېر معترضو ښځو د نيول کېدو راپورونه ورکړل شوي و، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هغه مهال ويلي چې يو شمېر ښځې د هغه په وينا له بهر څخه د ځينو کړيو لخوا د پيسو په بدل کې مظاهرو ته هڅول کيږي چې په وينايي د فعاليت اجازه نه ورکول کيږي

XS
SM
MD
LG