د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو دوه خبریالان له درې ورځني بند وروسته پرېښي خو بل یې لا هم بند دی


احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي
احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي چې د طالبانو حکومت د ګردش اطلاعات خبري اژانس دوه خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي په بند کې د دریو ورځو ساتلو وروسته تیره ورځ خوشې کړي دي.

د طالبانو د استخباراتو ریاست دغه دوه خبریالان د پنجشنبې د ورځې په سهار جنورۍ ۱۸( مرغومې ۲۸) کابل کې نیولي او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړي وو.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۰ (مرغومې ۳۰) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو حکومت دا دوه خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي ددغې کمیټې په منځګړیتوب خوشې کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "کمیټه ددغو دوو خبریالانو پر خوشې کیدو د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې د سرپرست حکومت څخه غواړي چې د خبریالانو اړوند موضوعات دې د رسمي مراجعو په ځانګړي ډول د رسنیو د سرغړونو د رسیدګۍ د کمیسیون له لارې تعقیب کړي".

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ددغو دوو خبریالانو خوشې کیدل تائید کړي او په یوه اعلامیه کې یې د هغوی نیول له پیل څخه غیرقانوني ګڼلي دي او ویلي دي چې په کار نه وو چې د دغو خبریالانو ازادي سلب شوی وی.

د بلې خوا د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بله اعلامیه کې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا د یو بل افغان خبریال احسان اکبري د نیولو خبر ورکړی دی.

احسان اکبري د جاپان کیودو خبري اژانس ته کار کوه. د ښاغلي اکبري ورور سیدامیر اکبري د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلی چې احسان اکبري د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۷) کابل کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ته غوښتل شوی وو، چې دغه مرکز ته دتللو وروسته نیول شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د ښاغلي اکبري د نیولو یوه ورځ وروسته طالبانو د استخباراتو د ادارې کارکوونکو هغه د کابل په نوي ښار سیمه کې د کیودو دفتر ته وړی و او هلته یې د هغه کمپوټر او کمره او نوروسایل ضبط کړي او هم یې د ښاغلي اکبري له کور څخه د هغه ګرځنده تیلیفون هم ضبط کړی دی.

سیدامیراکبري د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د تیرو څلور ورځو راهیسې د خپل ورور په اړه هیڅ معلومات نلري.

د افغانستان د ټولیزو رسنیو قانون له مخې خبریالان د خپل مسلکي کار په ترسره کولو کې ازاد دي او په کار نه دي چارواکي ورته محدودیتونه را ولاړ کړي او یا یې وګواښوي، بلکې باید د هغوی د کار د خوندیتوب لپاره ورڅخه ملاتړ وکړي.

ددغه قانون له مخې د خبریالانو او رسنیو اړوند ټول شکایتونه باید د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د رسیدګۍ د کمیسیون له لارې تعقیب شي.

که څه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا کمیسیون جوړ کړی خو د خبریالانو او رسنیو اړوند اکثره قضیې په دغه کمیسیون کې د غور پر ځای د طالبانو د استخباراتو د ریاست په ادارو کې تعقیب کیږي. خبریالان پرته د وزارت د خبرتیا نیول کیږي او په زندان کې اچول کیږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د تیر ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې یې د ۶۱ افغان خبریالانو د نیولو قضیې ثبت کړې وې.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) د ډسمبر۳۱ (مرغومې لسم) تیر ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویتنام، روسیه او افغانستان د خبریالانو لپاره د ډیرو ستونزمنو هیوادونو په ډله کې شمیرلی وو او ویلي دي چې په افغانستان کې خبریالان د جاسوسۍ په تور نیول کیږي او په زندان کې اچول کیږي.

ارایس ایف، ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته رسینو باندې فشارونه زیات شوي او خبریالان په جدي ډول ځپل شوي.

دغه سازمان ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې لږ ترلږه ۲۱ خبریالان نیول شوي چې درې یې لا هم په زندان کې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان راپور ته په غبرګون کې ملي تلویزیون ته چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په یوه مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې رسنۍ په بشپړې ازادۍ سره د اسلامي ارزښتونواو قانوني کړنلارو له مخې فعالیت کوي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې رسنۍ تر فشار لاندې نه دي او ازاد فعالیت کوي.

خو ښاغلي مجاهد ویلي و چې هغه رسنۍ چې د ملي ګټو پرخلاف یې فعالیت کوه تنبیې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG