د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د امریکا او اسټرالیا د یرغمل شوو استادانو ویډیو خپره کړې


په افغانستان کې طالبانو د امریکا او اسټرالیا د یرغمل شوو استادانو یوه ویډیو خپره کړې چې پکې هغوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه خواست کوي چې د هغوې د ازادۍ لپاره د طالبانو سره خبرې وکړي.

افغان طالبانو دغه ویډیو پرون د چارشنبې په ورځ (جون ٢١) خپره کړیده.

طالبانو، شپیته کلن امریکایي کیون کنگ او اته څلویښت کلن اسټرالیایي ټیمټي ویکس د تیر کال د اگست په میاشت کې برمته کړي و. دغه دواړه په کابل کې په امریکایي پوهنتون کې استادان دي

دغو یرغمل شوې پروفیسرانو په ویډیویي پیغام کې ویلي چې طالبان د هغوې په بدل کې د خپلو ملگرو ازادي غواړي. د هغوي ملگرې په بگرام او پل چرخي کې بندیان دي.

کنگ چې اوس اوږده ږیره لري ،په دغې ویډیو کې وایي "طالبان زمونږ سره ښه سلوک کوي. دوي مونږ ته د میلمنو په سترگه گورې خو د هر یرغمل شوې کس ارمان هم دا وي چې هغه د بند نه خوشی شي."

کنگ وایي چې هغه دغه پیغام د جون په شپاړسمه ثبت کړیدی.

د اسټرالیا پروفیسر ټیمټي ویکس په دغه ویډیو کې د اسټرالیا د سیاستمدارانو نه غوښتنه کوي چې د هغه په مسلې د اسټرالیا په پارلیمان کې خبرې وکړې. هغه وایي چې د هغه کور ته د بیرته تگ یواځینې لاره هم دغه ده چې د اسټریلیا صدراعظم د امریکا د ولسمشر او د طالبانو سره خبرې وکړي او د هغوي سره موافقې ته ورسیږي.

ویکس وایي " زه هیله کوم چې بندې شوي طالبان ژر تر ژره خپلو کورونه ته بیرته راشي او د خپلې کورنۍ سره اختر ولمانځې. او زه هم په خپلوانو او ملگرو پسې کور ته لاړ شم."

دا د دغو برمته شوو استادانو دوهمه ویډیو ده چې طالبانو خپره کړیده چې وښایي دغه کسان ژوندې دي.

د افغانستان حکومت او یا هم امریکایي چارواکو د دغې ویډیو په هکله څه ندې ویلي.

داسې ویل کیږي چې دغه کسان د حقاني شبکې نیولي دي.

دغه ویډیو په داسې وخت کې خپره شویده چې د افغانستان حکومت د ټرورزم په تور نیول شوي ځینې طالبانو ته د اعدام سزا ورکوي.

دا لا تر اوسه پورې څرگنده نه ده چې په دغو نیول شوو کسانو کې د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني زوی انس حقاني هم شامل دی او کنه.

طالبانو خبردارې ورکړیدی چې که د هغوي ملگرې د مرگ په سزا محکوم شو نو هغوي به په حکومتي ادارو د حملو نوي لړۍ پیل کړي.

د افغانستان حکومت دغه رپورټونه ندې تائید کړي.

د یادونې وړ ده چې افغان طالبانو په ٢٠١٢ کال کې یوه امریکایي ښځه کیتلان او د هغې کانډایي میړه جوشو بوایل برمته کړی و او تر اوسه پورې یې یرغمل ساتلي دي.

طالبانو د دغې ښځې او میړه ویډیو د تیر کال د دسمبر په میاشت کې خپره کړي وه چې پکې هغوي د ډونالډ ټرمپ نه غوښتنه کوي چې د طالبانو سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG