د لاس رسي وړ اتصالات

دایکنډي کې د نسیم راډیو له پنځه میاشتو ځنډ وروسته بیرته خپرونې پیل کړې


د نسیم رادیو کارکوونکي
د نسیم رادیو کارکوونکي

د خبریالانو د ملاتړ ادارې وايي چې د دایکنډي په ولایت کې د راډیو نیسم خصوصي راډیو خپرونې چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا پنځه میاشتې دمخه بندې شوې وې د شنبې په ورځ مارچ دوییم (کب ۱۲) بیرته پیل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د راډیو نسیم د خپرونو د بیرته پیلیدو هرکلی کړی، خو ددغې راډیو د مسوول مدیر سلطان علي جوادي چې لا هم د طالبانو سره په بند کې دی د هغه پرته د قید او شرط څخه د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د دایکنډي ولایت لپاره د طالبانود استخباراتو د ریاست سیمه ییزو چارواکو دا راډیو د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۷ (تلې پنځم) تړلې وه او ددغې راډیو دفتر او وسایل یې مهرلاک کړي وو.

همداشان ددغه ریاست کارکوونکو د راډیو نسیم د مسوول مدیر سلطان علي جوادي اوددغې راډیو دوه خبریالان مجتبی قاسمي او سیف الله رضايي هم بندیان کړي وو، چې دا دواړه خبریالان یې په همغه ورځ بیرته خوشې کړل، خو سلطان علي جوادي یې په بند کې وساته.

د دایکنډي ولایت کې د طالبانو یوې محکمې سلطان علي جوادي د طالبانو د حکومت پر خلاف د تبلیغاتو او بهرنیو هیوادونو ته د جاسوسۍ په تور د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۰ ) په یو کال بند محکم کړ. ښاغلی جوادي لا هم د طالبانو په زندان کې پروت دی.

د افغان خبریالانو او د رسنیو د ملاتړ ادارې وايي چې طالبانو حکومت په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر رسنیو باندې محدودیتونه لګولي دي چې له امله یې خبریالانو ته کاري فضا ډیره تنګه شوې ده.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان "ارایس ایف" ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته رسینو باندې فشارونه زیات شوي او خبریالان په جدي ډول ځپل شوي. دغه سازمان ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې لږ ترلږه ۲۱ خبریالان نیول شوي چې درې یې لا هم په زندان کې دي.

ددې راپور دمخه د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه د افغانستان خبریالانو مرکز په یو راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې پر افغان خبریالانو او رسنیو باندې د طالبانو فشارونه نورهم زیات شوي او دغه مرکز په دغه کال کې د یو خبریال د وژل کیدو او د ۱۹ نورو ټپي کیدو په ګډون د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۸ پیښې ثبت کړي دي.

په تیر ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان خبریالانو مرکز د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې ۲۶۰ پېښې ثبت کړې وې، چې دوه پېښې په کې د خبریالانو د ټپي کېدو، ۱۱ د فزیکي تاوتریخوالي، ۱۲۸ د ګواښ او ۱۱۹ د خبریالانو د نیول کېدو پېښې پکې شاملې وې.

دغه مرکز ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د ثبت شویو ټولو پېښو له ډلې د رسنیو د فعالیت بندولو اته پېښې شوې وې، چې له هغې له ډلې یې پنځه پېښې له یوې اونۍ تر څو اونیو پورې په موقتي توګه وې او درې نورې رسنۍ د دوه خبري ویب پاڼو او یوې راډیو په ګډون اوس هم د فعالیت اجازه نه لري.

پر دې سربېره ددغه مرکز د راپور له مخې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو د مدیرانو او خبریالانو لپاره د محاکمې لږ تر لږه پنځه غونډې جوړې شوې دي.

د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې د اسلامي شریعیت په چوکاټ کې د ازادو رسنیو د فعالیت ملاتړ کوي او رسنۍ کولی شي په ازاد ډول فعالیت وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG