د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او ایراني چارواکو د دوو اړخیزو همکاریو په ډېرېدو خبرې کړي


د طالبانو حکومت د جون په اوومه په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د روسیې، چین او پاکستان په ګډون افغانستان لپاره د تماس د ډلې په غونډه کې د ګډون څخه ډډه کړې وه.
د طالبانو حکومت د جون په اوومه په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د روسیې، چین او پاکستان په ګډون افغانستان لپاره د تماس د ډلې په غونډه کې د ګډون څخه ډډه کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه وزارت سرپرست علي باقري په یوه تیلیفوني اړیکه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان او ایران ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو د ډېرېدو ترڅنګ د فلسطین په روان وضعیت خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ جون ۱۷( جوزا ۲۸) په یوه خبرپاڼه کې چې په کابل کې ددغه هیواد د سفارت له خوا هم د ایکس په پاڼه خبره شوې ویلي چې دواړو چارواکو د یکشنبې د ورځې په ماښام په دې تیلیفوني اړیکه کې یو بل ته د لوی اختر مبارکي هم ورکړې ده.

په دې خبرپاڼه کې د باقري له قوله ویل شوي: "د ایران او افغانستان ترمنځ دیني، تمدني او فرهنګي مشترکاتو ته په پاملرنې دواړه هیوادونه یو بل سره په همکارۍ او همغږۍ د سیمې د امنیت او ثبات لپاره هڅې کوي."

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ایران د پرمختګ لپاره د افغانستان خلکو سره په مختلفو برخو کې د مرستو په دوام ټینګار کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې د امیرخان متقي له قوله ویل شوي چې هغه هیله ښودلې د تهران او کابل ترمنځ به دوه اړخیزې اړیکې په مختلفو برخو کې لا پراخه شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دغې تیلیفوني اړیکه کې د دواړو خواو ترمنځ په شویو خبرو تبصره نه ده کړې.

دا د ایران او طالبانو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ په تهران کې د افغانستان په تړاو د سیمه ییز تماس د ډلې غونډې وروسته چې د طالبانو حکومت په کې ګډون نه و کړی لومړۍ اړیکه ده.

د طالبانو حکومت د جون په اوومه ( جوزا ۱۸) په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په نوښت د روسیې، چین او پاکستان په ګډون افغانستان لپاره د سیمه ‌ییز تماس د ډلې په غونډه کې د ګډون څخه ډډه کړې وه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلالي په تهران کې د افغانستان په اړه د تماس د ډلې په غونډه کې د نه ګډون د دلیل د څرګندولو پرته د جون په اتمه ( جوزا ۱۹) د ایکس په پاڼه د تهران په غونډه کې د ګډون کوونکو هیوادونو د استازو له خوا د جوړې شوې غونډې په تړاو جلا جلا څرګندونو ته اشاره کړې او ویلي وو چې دغو څلورو ګډون کوونکو هیوادونو دا غونډه په جلا جلا نومونو باندې نومولې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د روسیې او چین په ګډون افغانستان لپاره د سیمه ‌ییز تماس د ډلې دغونډې جوړیدل افغانستان او سیمې ته د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام بللی وو.

په دې وروستیو اونیو کې د کابل او تهران ترمنځ د ایران د مشهد په ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ څخه د طالبانو له خوا دغې قونسلګرۍ د سرقنسل د ګوښه کولو په سر د اختلاف په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت له خوا ددغه افغان دپلومات ګوښه کول د منل شویو دپلوماتیکي معیارونو په خلاف بللي وو، خو طالبانو حکومت د مشهد د قونسلګرۍ څخه د افغان دپلومات ګوښه کول د خپل حکومت حق ګڼلی وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG