د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ۴۰ افغان کډوال پاکستان کې له زندانونو خوشې شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان قونسلګري چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ددغې قنسولګرۍ د هڅو په ترڅ کې د سند په ایالت کې د زندانونو څخه د لسګونو افغان کډوالو د خوشې کیدو او افغانستان ته د انتقال خبر ورکړی دی.

دغې قونسلګرۍ د یکشنبې په ورځ مارچ درییم (کب ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د یوې ښځې په ګډون ۴۰ افغان کډوال د سند د ایالت له زنداونو خوشې شوي دي.

ددې دمخه د دغې قونسلګرۍ سرقونسل ویلي و چې لا هم د پاکستان د سند د ایالت په زندانونو کې ۲۷۹ افغان کډوال بندیان دي، چې د هغوی د خوشې کیدو هڅې روانې دي.

په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ شمیرنې ښيي چې د تیر څه باندې یو کال راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې زره او ۲۶۱ افغان کډوال د سند د ایالت له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته انتقال شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر د دغه هیواد د لنډ مهاله حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د درییمې د پریکړې وروسته زیات شوي دي.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درییمه په یوه پریکړه کې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ۱.۷ میلیونو کډوالو ته یوه میاشت مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شي او خپل هیواد ته واستول شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ددغې پریکړې د اعلان وروسته تراوسه له پنځه سوو زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) د راپور پر اساس پاکستان د ۳.۲ میلیونو افغان کډوالو کوربه دی. په دې شمیر کې هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته یې دغه هیواد ته کډه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرنو له مخې پاکستان امنیتي ځواکونو د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر میاشتې شاوخوا ۳۱ زره افغان کډوال نیولي او په زندان کې اچولي وو.

پاکستان کې په دې وروستیو میاشتو کې په امنیتي پیښو کې زیاتوالی راغلی دی. اسلام اباد ددغو بریدونو پړه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو باندې اچوي او ادعا کوي چې ددغې ډلې وسله وال په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري.

خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعاوې ردې کړي او ویلي دي چې هیچاته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کو بل هیواد په خلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG