د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: په هند کې د افغانستان سفارت به ډیر ژر فعالیت بیا پیل کړي


په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت
په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت

د طالبانو یو جګپوړي دولتي مقام ویلي دي چې د دوی استازو په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت په ګډون په هند کې د افغانستان د ډپلوماتیکو ماموریتونو کنټرول ترلاسه کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزي د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان دولتي ټلویزیون ته ویلي دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت بېرته پرانستل شي.

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت ډپلوماتانو چې د امریکا متحده ایالاتو یې ملاتړ کاوه، تېره اوونۍ ادعا وکړه چې د یو لړ مسایلو ترڅنګ د کوربه هېواد هند د نه همکارۍ په وجه یې سفارت د تل لپاره وتړه.

ستانکزي په خپله مرکه کې چې سه شنبې په ورځ خپره شوه، دولتي تلویزیون ته وویل:"په ډهلي کې د افغان سفارت د بیا پرانستلو په موخه د حیدراباد او ممبای د قونسلګریو کارکوونکي د اسلامي امارت د رهبرۍ تر لارښوونې لاندې په هند کې د افغانستان سفارت ته تللي او په ډهلي کې د افغان سفارت فعالیتونه ډیر ژر بیا پیل شي."

پدې مرکه کې ښاغلي ستانکزي له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان پلاوی دې "اسلامي امارت" ته وسپاري او همداشان هغه غونډې چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د افغانستان [طالبانو] استازي ور وبلل شي.

عباس ستانکزی پدې مرکه کې ټینګار کړی د "افغانستان اسلامي امارت" د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اړیکو ټینګول غواړي، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د هغه په وینا، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان وروستی اقدام د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.

د طالبانو حکومت پدې وروستیو کې په یوشمیر هیوادونو کې سفارتونه او قونسلګرۍ پرانستې دي چې د طالبانو د بهرنیو چارو د مرستیال ستانکزي په وینا "تر اوسه ۲۰ هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه بېرته فعال کړي او د دغو هېوادونو ډپلوماټیک کار دوام لري."

طاالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان بیا واکمن شول او د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیزونو، د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په حکومتي ادارو او غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بند او د افغانانو د بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو د سرغړونو د ادعاو په وجه د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

د طالبانو دغه مقام پداسې حال په نوي ډهلي کې د سفارت د بیرته پرانستولو خبر ورکوي چې د جمعې په ورځ نومبر۲۴ (لیندۍ درییمه) په نوي ډهلي د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپره شوې ویلي وو چې د "افغانستان د جمهوري رژیم" ډپلوماتانو دا استازولي یوازې د هند حکومت ته سپارلې ده او اوس دا د هند د حکومت پورې اړه لري چې ددغه ماموریت د راتلونکی په اړه پریکړه وکړي، چې ایا سفارت تړلی ساتي او یا د طالبانو د حکومت دپلوماتانو ته د سفارت د سپارلو په کډون کوم بل انتخاب په پام کې نیسي".

دغه سفارت ویلي چې د هند د حکومت څخه یې غوښتي چې د افغانستان د ډپلوماتیکي استازولۍ شتمني، بانکي حسابونه، نقلیه وسایط او ۵۰۰ زره ډالر د سفارت په حساب کې وساتي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې د سیاسي بدلون وروسته د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې تر وروستیو په نوي ډهلي کې د دغه هیواد سفارت د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکومت له خوا د ګمارل شویو ډپلوماتانو له خوا اداره کیده.

هند د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG