د لاس رسي وړ اتصالات

د زده کوونکو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې لا هم د نجونو پرمخ د علم دروازې تړلي دي


د نړۍ په ډیرو هیوالدونو کې د نومبر ۱۷ هر کال د زده کوونکو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

دا پداسې حال کې دي چې په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته په دې هېواد کې نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو او ښځې د یوې کوچنۍ استثنا پرته له کار کولو څخه منع کړل شوي دي.

افغان ښځې او نجونې دې وضعیت ته په غبرګون کې وایي په نننۍ پرمختللېۍ نړۍ کې د یو انسان په توګه حتا دا تصور کول ورته ګران برېښي چې پر نجونو دې د ښوونځیو دروازې وتړل شي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې یوې مدنې فعالې او په برېتانیا کې د اریانا مجلې چلوونکې اریانا ابوي وویل، په افغانستان کې پر لوړو زده کړو د بندیزنو له لاسه ډېرې نجونې نورو هېوادونو ته تللي چې تعلیم وکړي.

هغې وویل: "پداسې حال کې چې متحده عربي اماراتو ته سلګونه افغان نجونې د هغه هېواد په بورسونو په پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره روانې وې طالبانو یې د کابل په هوایي ډګر مخنیوی وکړ، اوس زیات شمیر نجونې نورو ملکونو ته د زده کړو لپاره د تللو هڅه کوي. طالبانو په افغانستان کې نجونې له بنیادي بشري حقونو بې برخې کړې او پر هغوی یې د ژوند ساحه تنګه کړې لکه مرغۍ چې په قفس کې بنده کړي. د نجونو او ښځو د پرمختګ مخنیوی د ټول ملت پر شاتګ دی."

اریانا ابوي زیاتوي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت "سخت خپه کوونکی" دی، نوموړې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې نجونو او ښځو ته دې ژر تر ژره د تعلیم او کار اجازه ورکړل شي، د هغوی بنیادي بشري حقونه دې ومنل شي، چې د دې په وینا د نجونو په تعلیم بندیز یو غیر اسلامي عمل دی.

د برېتانیا د پلازمېنې لندن په "هرو" سیمه کې د انګلیسي ادبیاتو ښوونکې، لیمه تڼۍ له امریکا سره په خبرو کې وویل، دا څنګه امکان لري چې یوه نجلۍ دې له زده کړو محرومه وي.

هغه وایي:"زده کړه خو په لومړي ګام کې د بشر حق دی، یعني د هرچا حق دی چې باید ترې وانه خیستل شي. په داسې ټولنه کې چې زه اوسېږم د ښوونځي تر خلاصېدو پورې زده کړه د هلکانو او نجونو لپاره حتمي او جبري ده، په دې ټولنه (لندن) کې څوک تصور هم نه شي کولی چې له لومړنۍ او منځنۍ زده کړو دې محروم شي."

لېمه تڼۍ زیاتوي چې د زده کړو په مټ یې ژوند هوسا دی:"د ښوونکې په توګه زما لپاره زده کړه رڼا، په ژوند کې د پوهې او مالوماتو زیاتوالی او د اقتصادي ملاتړ یوه وسیله ده. زه له دې دندې هم خوند اخلم چې زده کوونکو ته یو شی ورښیم او له بلې خوا مې اقتصادي او مالي اړتیاوې پوره کوي."

د افغانستان ځینو رسنیو هم د زده کوونکي نړیوالې ورځې په تړاو د ځینو نجونو عکس العمل راخیستی دی، هغوی د طالبانو له حکومته غوښتي چې نور دې دوی د تیارې له ژوند راوباسي او د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې دې پرانیزي.

که څه هم د نومبر ۱۷مه په ټوله نړۍ کې د زده کوونکي نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي خو په افغانستان کې له تېر یو کال راهیسې لاهم په میلیونونه نجونه له لوړو زده کړو بې برخې دي. په دوی کې ډېرې یې د طب، انجنیرۍ، ساینس، سیاست، فلسفې، ارواپوهنې، او ادبیاتو په برخه کې د خپل سند اخیستو ته نږدې شوې وې، خو د طالبانو د بیا واکمن کیدو څخه د څه دپاسه دوو کلونو په تیریدو دوی لاهم د علم له ډګره لیرې پاتې دي.

د زده کوونکي نړیواله ورځ د هغه پیښې په مناسبت نمانځل کیږي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې کله چې د ۱۹۳۹ کال د نومبر په ۱۷ نازي پوځیانو د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې په یو پوهنتون برید وکړ او ۱۲۰۰ زده کوونکي یې یرغمال کړل او بیا یې د اجباري کار کمپونو ته ولیږل او زیات شمیر یې شکنجه او ووژل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG