د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې 'د سیمه ییزو همکاریو نوښت' غونډې جوړیدل


طالبانو ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت په رامنځ ته کیدو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي.
طالبانو ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت په رامنځ ته کیدو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازواو سفیرانو په ګډون د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ د نوښت غونډه به د دوشنبې د ورځې مازیګر جنورۍ ۲۹( سلواغې ۹) په دغه وزارت کې جوړه شي.

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یکشنبې په ورځ ناوخته د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت په رامنځ ته کیدو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي.

ښاغلي بلخي ویلي:"د افغانستان اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) غواړي د ګډو ګټو پر بنسټ د منطقه‌ محور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي."

ټاکل شوې دا غونډه به د دوشنبې د ورځې په مازیګرد څو ساعتونو په ځنډ جوړه شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یو استولي پیغام کې د دغه ځنډ علت د هوا خرابولی ښودلی او ویلي دي چې دا غونډه به د مازیګر په ۴:۳۰ بجو پیل شي.

ښاغلي تکل لیکي: "د رسنیو محترم استازي دي خبر وي چې نننۍ غونډه له ټاکلي وخته د کابل د خرابې هوا له کبله څو ساعته تغیر شوه."

تراوسه لا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دغه غونډه کې د ګډون کوونکو هیوادونو د استازو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو دغه وزارت دومره ویلي چې په غونډه کې به د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو ځانګړي استازي او سفیران برخه واخلي.

دمخه ایران د بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي اسیا د چاروعمومي مدیر سید رسول موسوي د جنورۍ ۲۴( سلواغې ۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو، چې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، ایران او پاکستان د استازي حتما ګډون کوي.

ښاغلي موسوي ویلي: "د کابل سیمه ییزه غونډه چې په کې ایران، پاکستان، روسیه او چین حتمآ ګډون کوي او د سلواغې په ۲۸ د دوحې د غونډې وړاندې جوړیږي د افغانستان د خلکو د سولې، ثبات او هوساینې او په سیمه کې د امنیت د ټینګیدو سره ددغه هیواد د ګاونډیانو د ځانګړې پاملرنې نښه ده."

همداشان افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ددغه هیواد د تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې د جنورۍ د میاشتې د پای ته رسیدو دمخه به د روسیې، چین، ایران او پاکستان د حکومتونو استازي د افغانستان په تړاو یوه غونډه وکړي.

کابلوف ویلي وو چې په دې غونډه کې به د طالبانو د چارواکو سره د ټولشموله حکومت د جوړولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو بحث وشي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د جنورۍ ۲۴(سلواغې ۴) په کابل کې د میشتو یو شمیر بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او ډپلوماتانو سره په کتنه کې د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې باید افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمه‌ییزې سلامشورې ترسره کړي.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې په دې کتنه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د ډپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی وو.

په دې وروستیو اونیو کې د ایران لوړپوړو ډپلوماتانو په پرله پسې ډول د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هیوادونو او د سیمې د هیوادونو د تماس د ګروپ د جوړیدو د اړتیا یادونه کړې ده.

کابل کې د ایران سفارت د جنورۍ نهم ( مرغومې ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له قوله لیکلي وو چې مولوي امیرخان متقي د ښاغلي قمي سره په کتنه کې د ایران په نوښت د سیمې د تماس د ډلې د جوړیدو هرکلی کړی او په کابل کې یې افغانستان لپاره د سیمې د هیوادونو د ځانګړو استازو د ګډې غونډې د جوړیدو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG