د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: دوحه کې د ملګرو ملتونو راتلونکې غونډې ته بلل شوي یو


د طالبانو حکومت وايي چې د قطر په پایتخت دوحه کې د فبرورۍ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د افغانستان په اړه په راتلونکې غونډه کې ددغه حکومت استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو د حکومت د رسنیو د مرکز او ویاند دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر سره د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۵(سلواغې پنځم) په کتنه کې ویلي چې د طالبانو حکومت ته پدې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نه دی او په دې اړه د طالبانو د مشرملا هبت الله اخوندزاده په لارښوونه ځانګړې کمېټه کار کوي چې د نجونو تعلیم ته زمینه برابره کړي.

په دې خبرپاڼه کې د ښاغلي بکر له قوله ویل شوي: "د ناروې شارژدافیر وویل، په نړۍ کې پر روان کړکېچ سربېره افغانستان له نړۍ څخه نه دی هېر شوی او د فبروري پر ۱۸ نېټه به په دوحه کې د افغانستان په تړاو نړیواله غونډه ترسره شي."

همداشان ښاغلي بکر د نجونو لپاره د زده کړو او کار زمینې برابرولو غوښتنه هم کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي چې د امریکا او اروپايي هیوادونو په ګډون له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.

هغه یو ځل بیا ویلي چې هیچاته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هیواد پر خلاف وکاروي او له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

هغه ټينګار کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډله په افغانستان کې ځای نه لري او داعش ډله په بشپړډول ځپل شوې ده.

د طالبانو د حکومت دغه لوړپوړې چارواکي د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو په دغه جوړیدونکې مشورتي غونډه کې د طالبانو استازو ته د ګډون د بلنې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ملګرو ملتونو تراوسه په دې دوه ورځینی غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفن دوجاریک د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۶ ( سلواغې شپږم) نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي، د افغان میرمنو او مدني ټولنې استاري هم ګډون وکړي، خو په دې برخه کې یې نور جزئیات ورنکړل.

دمخه ستیفن دوجاریک د جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورم) په نیویارک کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال خبریالانو ته ویلي و چې ټاکل شوې ددغې ټولنې په کوربتوب د راروانې فبرورۍ د میاشتې په ۱۸ او ۱۹ باندې د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه دوییمه مشورتي غونډه جوړه شي.

هغه وویل چې په دې جوړیدونکې غونډه کې به د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي او د سیمه ییزو سازمانو استازي برخه واخلي.

ښاغلي دوجاریک وویل: " ددې غونډې هدف په دې اړه بحث کول دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا زیاتولی شو".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د تیر۲۰۲۳ کال د مۍ د میاشتې په سر کې د افغانستان په اړه په لومړۍ مشورتي غونډه کې د طالبانو د حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو په لومړنۍ غونډه کې د چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغیزستان، ناروی، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجیکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، امریکا متحده ایالاتو، اوزبیکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.

د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، ټولشموله حکومت جوړیدل، تروریزم او نشه يي توکو سره د مبارزې په اړوند مسلو خبرې شوې وې.

د طالبانو د حکومت د دوحې په راتلونکی غونډه کې ددغه حکومت د استازو د ګډون په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د بشري حقونو د څار سازمان په دغه غونډه کې د افغان میرمنو د استازو په ګډون باندې ټینګار کړی دی.

ددغه سازمان د ښځو د چارو مشرې هیدربار له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې په دې راروانه غونډه کې دې افغان میرمنو ته په پشپړ ډول د ګډون امکانات برابر کړي.

هیدر بار ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بحران د دوو لارو ژوریږي، یو دا چې طالبان به په اغلب ډول د سپکاوي ډکو نوو سیاستونو ته مخه کړي او دوییم دا چې د موجودو سیاستونو پلي کول چې په پرله پسې ډول په کې سختوالی راځي او لږ ترسترګو کیږي نور هم خطرناک شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG