د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان ادعا کوي داعش په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې روزنیز مرکزونه لري


طالبانوادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د ځواکونو له خوا پر داعش ډلې د فشار وروسته ددغې ډلې پاتې مشران او غړي د إاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو ته انتقال شوي اوهلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري.
طالبانوادعا کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د ځواکونو له خوا پر داعش ډلې د فشار وروسته ددغې ډلې پاتې مشران او غړي د إاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو ته انتقال شوي اوهلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د داعش وسله وال غړي ورځي او وايي چې دا ډله د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ایالتونو کې مرکزونه او روزنیز کمپونه لري.

ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ سپټمبر۳۰ ( تلې نهم) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د داعش د وسله والو په خلاف په دې وروستیو کې طالبانو عملیات کړي او د تاجیکستان د یو وګړي په ګډون ددغې ډلې څو وسله وال یې نیولي دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو کابل او ننګرهار ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې د هغه ګروپ مهم غړي نیولي چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست [پخوانۍ لویې څارنوالۍ] پر کارکوونکو یې د روان ۱۴۰۳لمریز کال سنبلې میاشتې په ۱۲مه او په کابل کې په یو شمیر نورو بریدونو او په بامیانو کې په خارجي سیلانیانو یې بریدونو کې لاس درلود.

هغه ویلی: "د دې برید د طراح او تنظیموونکي له پټنځای څخه یو تاجیکستانی تبعه هم نیول شوی چې غوښتل یې ځان وژونکی برید وکړي. له پټنځای څخه یو انفجاري واسکټ، دوه میله وسله او مهمات هم ځانګړو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي."

د کابل د ښار په شپږمې حوزې کې د سپتمبر دویمه (سنبله۱۲) په شوي ځانمرګي برید کې، چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی و، د طالبانو په وینا د یوې ښځې په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور شوي وو.

د طالبانو د حکومت په دې اعلامیه کې ویلي چې په تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو بریدګر د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "همدغه راز د دې عملیاتو په تعقیب په کابل او فاریاب ولایتونو کې په یو لړ نورو عملیاتو کې د فتنګرو دوه کسه وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي. په دوی کې هم یو شمیر داسې کسان شته چې تازه د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته را ستانه شوي وو."

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " داعش هم په افغانستان او هم په نورو هیوادونو کې له دې نوو مرکزونو څخه بریدونه سرته رسوي او هم په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دیني علماء کرام او د دیني، مذهبي او سیاسي جماعتونو غړي په نښه کوي او د ځینو کړیو له لوري د خپلو ناوړه اهدافو لپاره کار ترې اخیستل کېږي".

دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو حګومت د افغانستان دوه ګاونډیو هیوادونو څخه د داعش د ډلې د کار اخیستلو په اړه څرګندونې کوي. ددې دمخه هم د طالبانو حکومت ادعا کړې وه چې د داعش وسله وال د تاجیکستان او پاکستان څخه افغانستان ته د تخریبي فعالیتونو لپاره ورځي.

پاکستان دمخه د طالبانو دا ادعاوې ردې کړې دي، خو لا یې ددغې تازه ادعا په اړه یې څه نه دي ویلي. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د تیرې جمعې په ورځ سپټمبر ۲۷ ( تلې شپږم) د ملګرو ملتونو عمومي ۷۹ غوندې ته په وینا کې په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې" داعش" په ګډون د یو شمیر تروریستي ډلو په فعالیت باندې اندیښنه ښودلې وه او د طالبانو له حکومت یې ددغو ډلو پرخلاف د اغیزمنو اقداماتو غوښتنه کړې وه.

هغه وویل چې په دغو ډلو کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش"، د القاعده ډلې پورې تړلې تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي"، د ختیځ ترکمنستان اسلامي غورځنګ، د اوزبیکستان اسلامي غورځنګ او انصارالله ډلې شاملې دي.

د پاکستان صدراعظم شریف ادعا وکړه چې هېواد یې تېرو دوو لسیزو کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ډېره درنه بیه پرې کړې او په وینا یې، اتیا زره پاکستاني ملکیان او امنیتي منسوبین د تروریزم پر وړاندې په جګړه کې وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG