د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کوي د پاکستان په بلوچستان کې په پولیسو برید دوي کړی


د اسلامي دولت یا داعش ډله ادعا کوي چې د پاکستان د بلوچستان په ولایت کې د پولیسو په موټر د بم چاودنه دوي کړې چې دوه پولیس پکې وژل شوي و او ګڼ شمیر نور ټپي شوي و.

پاکستاني چارواکو دوشنبه سپټمبر ۱۶ ( وږي ۲۶) ویلي چې داعش ډلې د دې برید کولو ادعا په یوې اعلامیې کې کړې.

سره لدې چې پدې نارام ولایت کې د دا شان بریدونو کولو ادعا تر دې وړاندې بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو کوله چې د کالونو راهیسې د پاکستان امنیتي ځواکونو په خلاف وسله وال بغاوت کوي.

خو کارپوهان وایي د تشدد تازه پیښو څخه څرګندیږي چې د بلوچستان په ولایت کې د اسلامي دولت او بلوڅ بیلتون غوښتونکو تر منځ همغږي ډیره شوې.

د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې د شخړې او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ څیړنیز مرکز مسؤل مدیر عبدالله خان د اې پي خبري اژانس ته ویلي د داعش دې ادعا څخه معلومیږي چې دا ډله نه یوازې د بلوچستان ولایت بلکې د پاکستان په نورو برخو کې هم بریدونو کې د بلوڅانو آزادۍ پوځ په نامه بلیتون غوښتونکي ډلې سره په همغږۍ عمل کوي.

په بلوچستان کې د تېرې یوې میاشتې راهیسې د دولت ضد وسله‌والو په بریدونو کې د نظامیانو او ملکي وګړو په ګډون له ۵۰ زیات کسان وژل شوي‌ دي.

د بلوڅو د خپلواکۍ پوځ چې په بلوچستان ایالت کې تر ټولو لویه بیلتونپاله ډله ګڼل کېږي په دغه ایالت کې د بریدونو د زیاتې برخې مسولیت منلی دی. په دغو بریدونو کې تر ډېره امنیتي‌ تاسیسات او مسافر وړونکي موټر په نښه شوي‌ دي.

د بلوڅو د خپلواکۍ پوځ چې د متحده ایالاتو له خوا د یوې نړیوالې تروریستي ډلې په توګه پېژندل شوې ده په دې وروستیو کې په بلوچستان ایالت کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د پاکستان بلوچستان ایالت له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري او د چین په مالي‌ ملاتړ د سترو زیربنايي پروژو کوربه‌توب کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG