د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د حکومتي کار کوونکو د معاشونو ورکولو بهیر دوام لري


د طالبانو د چارو ادارې عمومي ریاست وايي دولتي کار کوونکو ته یې د معاشونو ورکولو بهیر پيل کړی دی.

دغه ادارې د سې شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو کمېسیون تصمیم نیولی چې هغوو دولتي کار کوونکو ته د تیرې زمري میاشتې معاشات ورکړي.

دغه ادارې د حکومتي کار کوونکو د تیرې زمري میاشتې د معاشونو پاتې کېدل د تیر حکومت له پاتې ستونزو څخه وبلل او ویلي یې دي چې دغه ستونزه اوس حل شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "د مالیې وزارت لخوا د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد د میاشتې د معاشاتو د اجراء لړۍ پیل شوه، چې په پیل کې د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، مالیې او زراعت وزارت کارکوونکو ته د لومړیتوب حق ورکړل شو. د یادو وزاراتونو د معاشاتو له اجراء وروسته د ټولو امارتي ادارو د کارمندانو د معاشاتو د اجراء سلسله پيل شوې چې لا هم جریان لري."

د چارو ادارې د بشري منابعو ریاست مرستیال محمد ظریف ویلي چې په وروستیو ورځو کې د دغې ادارې اکثرو کار کوونکو د تیرې زمري میاشتې معاشونه تر لاسه کړي دي.

تر دې مخکې ګڼو دولتي کار کوونکو او ښوونکو د طالبانو له حکومت څخه د خپلو معاشونو غوښتنه کړې وه.

دغه دولتي کار کوونکو او ښوونکو ویلي وو چې د تیرو درې میاشتو راپدېخوا یې معاشونه نه دي ورکړل شوي چې له امله یې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG