د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د افغان کډوالو په اړه له ترکیې سره خبرې کوي


د کډوالو ملاتړې ادارې وايي، یوازې په تیرو ۶ میاشتو کې د ترکیې حکومت «شاوخوا ۴۰ زره » افغانان د هغوی د خوښې پرته په چارټر الوتکو کې افغانستان ته ستانه کړي دي.  
د کډوالو ملاتړې ادارې وايي، یوازې په تیرو ۶ میاشتو کې د ترکیې حکومت «شاوخوا ۴۰ زره » افغانان د هغوی د خوښې پرته په چارټر الوتکو کې افغانستان ته ستانه کړي دي.  

په تیرو څو میاشتو کې، له ترکیې څخه د لسګونو زره افغان کډوالو د ایستل کېدو او افغانستان ته له ستنولو وروسته، د طالبانو حکومت اعلان کړی دی چې ترکیې ته پلاوی لیږي او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د ترکیې له چارواکو سره خبرې کوي.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت مرستیال ارسلاخان خروتي پرون یکشنبې اګست ۱۴ (زمری ۲۳) په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې پلاوی یې دا اونۍ ترکیې ته ځي او د ترکیې له چارواکو سره په ځانګړي ډول له دغه هیواد څخه د افغانانو د ایستلو په مسله خبرې کوي.

ښاغلي خروټي وویل: "دلته د دوی (ترکیې) مسولینو سره چې مونږ کله ناستې لرلې دي، او د مهاجرینو او بیرته راستنیدلو دا کومه پروسه چې روانه ده په دې باندې مونږ قانع نه یو او نه هم ورسره توافق لرو".

هغه زیاته کړه چې له ترکیې څخه یې غوښتنه داده چې د افغان کډوالو په اړه بشري حقونه او د مهاجرینو نړیوال حقوق په نظر کې ونیول شي.

د کډوالو ملاتړي ادارې وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د ۱۵مې د سیاسي بدلون وروسته، په لسګونو زره افغانان په قانوني اسنادو او د قانوني اسنادو پرته ترکیې ته تللي دي.

په ترکیه کې د افغان مهاجرینو د ملاتړ د یوې ادارې چارواکی انجینر محمد علي حکمت امریکا غږ ته وویل چې له قانوني لارې ترکیې ته تللي افغانان په دغه هېواد کې د مهاجرت له امکاناتو څخه برخمن دي. خو د هغه په وینا، ډیر شمیر افغان ځوانان چې له قانوني اسنادو پرته ترکیې ته داخل شوي دي، په دغه هېواد کې ستونزه لري او د ترکیې د حکومت له مرستو څخه هیڅ ډول ګټه نشي اخیستلی.

په ترکیې کې د افغان کډوالو د ملاتړ د ادارې ددغه چارواکي د معلوماتو پر اساس، یوازې په تیرو ۶ میاشتو کې د ترکیې حکومت «شاوخوا ۴۰ زره » افغانان د هغوی د خوښې پرته په چارټر الوتکو کې افغانستان ته ستانه کړي دي.

ښاغلي حکمت وویل، په افغانستان کې د تیر کال د بدلونونو وروسته، د تیر اګست او د روان کال د جنوري میاشتې تر وروستیو پورې له ترکیې څخه افغانستان ته د افغانانو د ستنولو لړۍ بنده شوې وه خو د جنوري په ۲۷مه دغه لړۍ بیرته پیل شوه.

ښاغلی حکمت وايي چې د ترکیې په رسنیو کې په دغه هیواد کې د مهاجرنیو په خلاف نظریات خپریږي ، نو د ترکیې حکومت هم هڅه کوي چې دغه هیواد ته د نوو مهاجرینو د ورتګ مخه ونیسي.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو د وینا له مخې، په تیرو دوو کلنو کې په ترکیه کې اقتصادي وضعیت خراب شوی او د پخوا په پرتله د اړتیا وړ موادو بیې نهه ځلې لوړې شوي دي، چې دې کار پر مهاجرینو باندې هم منفي اغیز کړی دی.

په ترکیه کې د میشتو افغانانو د شمیر په اړه دقیق معلومات نشته خو د ۲۰۱۸ کال دمخه د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ اتکل دا و چې په دغه هیواد کې ۱۲۰ زره افغان کډوال اوسيږي.

د کډوال د ملاتړ ادارې کارکوونکی، انجنیر محمد علي حکمت وايي، ددې شمیر سربیره، ۲۸۰ زره افغانان له اسنادو پرته په غیر قانوني ډول په ترکیه کې ژوند کوي.

په وروستیو کلنو کې په ترکیه کې زرګونو افغانانو د جایداد په اخیستلو، په دغه هیواد کې ځانونو ته په قانوني ډول د اوسیدلو شرایط برابر کړي دي. خو د ترکیې حکومت تر اوسه ددغسې افغانانو شمیر هم نه دی اعلان کړی.

پاکستان او ایران کې افغان کډوال

د طالبانو د مهاجرنیو او ستنیدونکو چارو وزارت مرستیال ارسلاخان خروتی وايي، افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې هم د افغان مهاجرینو د وضعیت د ښه کیدلو او په جبري ډول له دغو هیوادونو څخه د افغانانو د ایستلو په اړه د ایراني او پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

هغه وویل: "ددغو هڅو په لړ کې ایراني چارواکو افغان مهاجرینو ته د سهولتونو په برابرولو او د یو شمیر افغان بندیانو له خوشې کیدو سره موافقه کړې ده".

د مهاجرنیو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، په ایران کئ شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانان دیره دي چې نږدې یو میلیون یې د اوسيدني قانونِ اسناد لري، ۴۰۰ سوه زره یې د افغانستان په پاسپورټ ژوند کوي او له یو میلیون زیات یي قانوني اسناد نلري.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د شمیر له مخې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، له ۶۲۲۰۰۰ زیات افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو ددغه وزارت مرستیال، د هغو افغانانو د شمیر په اړه څه نه وايي چې په تېر یوه کال کې له افغانستان څخه وتلي دي.

XS
SM
MD
LG