د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان رسمیت پيژندلو ته اړتیا لري، چین باید دې برخه کې همکاري وکړي


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، افغانستان اوس مهال رسمیت پيژندلو ته اړتیا لري او په خبره یې چین باید په دې برخه کې پیاوړي او ګټور ګامونه پورته کړي.

ښاغلي مجاهد نن یکشنبه ډسمبر ۱۲ (لېندۍ ۲۱) په کابل کې د عدلیې وزارت د نوي ودانۍ د ډبرې ایښودلو مراسمو کې چې په کابل کې د چین سفیر هم پکې ګډون کړی و وویل چې دوی په دې برخه کې د ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د چین لا ډيره همکاري غواړي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د مجاهد له قوله پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:"افغانستان په اوسنیو شرایطو کې په رسمیت پيژندلو ته ضرورت لري،د نړۍ هیوادونه په ځانګړي ډول چین باید په دې برخه کې پیاوړي او ګټور ګامونه پورته کړي."

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت د چین په ګډون له ټولو هیوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ ولاړو د ښو اړیکو پاللو ته لېواله دی.

هغه وویل:"چین زموږ مهم ګاونډی هیوادی دی او له چین هیواد سره ښه روابط درلودل د اسلامی امارت لویه لاس ته راوړنه ده."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادو مراسمو پر مهال ویلي چې حکومت یې د بل چا په کورنیو چارو کې مداخله نکوي او په خبره یې نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې (زموږ) په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

د طالبانو د مرستیال ویاند بلال کریمي د معلوماتو په اساس په کابل کې د چین سفیر وانګ یو دغه مراسمو کې ویلي: "افغانستان اوسنۍ حساسه مقطع کې د واقعي استقلال د تحقق په موخه هلې ځلې کوي او چین به دغې موخې ته درسیدو په هدف د افغانستان حمایت کوي."

پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت د شااوخوا څلورو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د دوی حکومت د نړیوالو لخوا په رسمیت نه دي پيژندل شوي.

ښاغلي وسټ د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۲) له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل که روسیه او چین د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني، امریکا به دا کار ونکړي.

پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت د شااوخوا څلور میاشتو په تیرېدو سره لا هم د دوی حکومت د هیڅ یو هیواد لخوا په رسمیت پېژندلی نه دی، خو طالبان ټېنګار کوي چې باید حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي. په یو تازه اقدام کې ملګرو ملتونو په سازمان کې هم د افغانستان دایمي څوکۍ د طالبانو حکومت ته ورنکړل شوه، طالبان وايي دا «پرېکړه په انصاف بنا» نه ده.

XS
SM
MD
LG